کورپاڼه / خپلواک / د ١٩ کلنو نړيوال جام کې کوم لوبغاړي ښه وځلېدل؟
ابراهيم ځدراڼ، جېسوال، شفيق الله غفاري او روي بشنويي

د ١٩ کلنو نړيوال جام کې کوم لوبغاړي ښه وځلېدل؟

خپلواک وېبپاڼه (١٠ فبروري ٢٠٢٠): د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام پرون پاى ته ورسېده، چې په پايلوبه کې بنګله دېش دفاعي اتلې هند لوبډلې ته په ٣ ويکټو ماتې ورکړه او په تاريخ کې په لومړي ځل يې په ١٩ کلنو نړيوال جام کې اتلولي خپله کړه.

په ١٩ کلنو نړيوال جام کې د نړيوال جام د غوره لوبغاړي جايزه د هند جېسوال ترلاسه کړه، چې تر ټولو زياتې منډې يې ترلاسه کړې وې.

په ١٩ کلنو نړيوال جام کې نه يوازې د نورو هېوادونو لوبغاړي ښه وځلېدل، بلکې افغان لوبغاړي هم پکې ښه وځلېدل، چې دلته د ښو ځلېدلو لوبغاړو نه يادونه کوه.

زياتې منډې:

د هند يشسوي جېسوال په ١٩ کلنو نړيوال جام کې تر ټولو زياتې ٤٠٠ منډې وکړې، نوموړي د ١٣٣.٣٣ په اوسط توپوهنه وکړه او په يوه لوبه کې يې ١٠٥ ناسوځېدلې زياتې منډې وې.

همدا راز د سريلانکا رويندو رسانتا ٢٨٦، د سويلي افريقا بريس پارسونز ٢٦٥، د زمبابوې تاډيونشي ماروماني ٢٥٧، د انګلستان ډان موزلي ٢٤١ او د افغانستان ابراهيم ځدراڼ بيا ٢٤٠ منډو وکړې، خو نورو ټولو لوبغاړو ٦-٦ او ابراهيم ځدراڼ ٥ لوبې ترسره کړې وې.

يوه لوبه کې زياتې منډې:

د سويلي افريا بريس پارسونز بيا هغه توپوهونکى دى چې په يوه لوبه کې يې تر ټولو زياتې ١٢١ منډې وکړې، دا منډې نوموړي د کاناډا پر وړاندې په پوچيفسټروم کې وکړې.

همدا راز ډان موزلي ١١١، ايمانويل باوا ١٠٥ ناسوځېدلې، يشسوي جېسوال ١٠٥ ناسوځېدلې، جوناتن فيګي ١٠٢ ناسوځېدلې او رويندو رسانتا هم ١٠٢ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې.

سليزې:

په ١٩ کلنو نړيوال جام کې ٨ لوبغاړو سليزې ووهلې، چې په هغوى کې نيکولاس منوهر، ايمانويل باوا، ډان موزلي، جوناتن فيګي، يشسوي جېسوال، محمود الحسن جوى، بريس پارسونز او رويندو رسانتا شامل دي.

زياتې نيمه سليزې:

د زياتو نيمه سليزو وهلو په لړ کې بيا د هند د يشسوي جېسوال نيم په سر کې دى، هغه په ٦ لوبو کې ٥ نيمه سليزې يا پنځوسيزې ووهلې، همدا راز افغان توپوهونکي ابراهيم ځدراڼ بيا په ٥ لوبو کې ٣ پنځوسيزې او د انګلستان ډان موزلي په ٦ لوبو کې ٣ سليزې ووهلې.

زياتې ويکټې:

په ١٩ کلنو نړيوال جام کې تر ټولو زياتې ويکټې هم د هندي لوبغاړي روي بشنويي په برخه ورسېدې، نوموړي په ٦ لوبو کې ١٧ لوبغاړي وسوځول، چې اوسط يې ١٠.٦٤ او اکانومي يې ٣.٤٨ ده.

همدا راز افغان توپ اچونکي شفيق الله غفاري بيا ١٦ ويکټې ترلاسه کړې، چې اوسط يې ٧.٠٠ او اکانومي يې ٢.٤٥ ده، د کاناډا اکيل کمار هم ١٦ لوبغاړي وسوځول، چې اوسط يې ١٥.٣٧ او اکانومي يې ٥.٢٣ ده.

د اسټراليا تنوير سانګا بيا ١٥، د سريلانکا دلشان مدوشانکا ١٣ او د انګلستان ګولډورتي ١٢ ويکټې ترلاسه کړې.

يوه لوبه کې ډېرې ويکټې:

په يوه لوبه کې تر ټولو ډېرې ويکټې بيا افغان توپ اچونکي شفيق الله غفاري او کاناډايي لوبغاړي اکيل کمار ترلاسه کړې، دواړو ٦-٦ ويکټې واخيستې، خو شفيق الله غفاري د سويلي افريقا پر وړاندې او اکيل کمار د جاپان پر وړاندې دا کارنامه ترسره کړه.

شفيق الله غفاري په ٩.١ اورونو کې ٦ ويکټې واخيستې او اکانومي يې ١.٦٣ وه، خو اکيل کمار په ١٠ اورونو کې ٦ ويکټې واخيستې او اکانومي يې ٤.٦٠ وه. همدا راز محمد وسيم، تنوير سانګا، رکيب الحسن، ګولډزورتي، شفيق الله غفاري، اوبوه، مدوشانکا، ينګ او چيس هم ٥-٥ ويکټې ترلاسه کړې.

پنځه ويکټې:

په ١٩ کلنو نړيوال جام کې شفيق الله غفاري بيا يوازينى توپ اچونکى دى چې دوه ځل يې ٥-٥ ويکټې ترلاسه کړې، نوموړي د سويلي افريقا پر وړاندې ٦ او د متحده عربي اماراتو پر وړاندې ٥ لوبغاړي سوځولي و.

همدا راز دا هم د يادولو ده چې شفيق الله غفاري درې ځلې په د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

نوی کال ۲۰۲۱ مو مبارک او بختور شه

۲۰۲۰ کال نور د تاریخ برخه شو او نوی کال ۲۰۲۱ پیل شو، چې د …