کورپاڼه / خپلواک / د اسټراليا کرکټ جايزې؛ وارنر او اليسا دوه دوه جايزې ترلاسه کړې
ډيويډ وارنر او ايليس پېري

د اسټراليا کرکټ جايزې؛ وارنر او اليسا دوه دوه جايزې ترلاسه کړې

خپلواک وېبپاڼه (١٠ فبروري ٢٠٢٠): د اسټراليا کرکټ له لوري د ٢٠٢٠ کال جايزې اعلان شوې، چې د تېر کال غوره لوبغاړو ته پکې جايزې ورکړل شوې.

په دغه لړ کې د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلې مخکښ توپوهونکي ډيويډ وارنر دوه سترې جايزې ترلاسه کړې، چې يوه يې د الن بارډر مډال ترلاسه کړ او همدا راز د نارينه د شل اوريزو لوبو د غوره لوبغاړي جايزه يې هم ترلاسه کړه.

همدا راز د بلينډا کلارک جايزه بيا د اسټراليا د ښځينه لوبډلې مخکښې الراونډرې ايليس پېري ترلاسه کړه.

په ټېسټ سياليو کې د کال د غوره لوبغاړي جايزه مارنوس لابوشين ته ورکړل شوه، همدا راز په يو ورځنيو سياليو کې بيا دا جايزه د اسټراليايۍ لوبډلې لوبډلمشر ارون فينچ ترلاسه کړه.

د يو ورځنيو لوبو د ښځينه لوبغاړې د کال غوره جايزه اليسا هېلي ترلاسه کړه، همدا راز نوموړې د ښځينه و لوبو د شل اوريزو لوبو د غوره لوبغاړې جايزه هم واخيسته.

د کميونټي چېمپين جايزه بيا کورني هال ته ورکړل شوه او په ډومېسټيک سياليو کې بيا د کال د غوره لوبغاړي جايزه شان مارش واخيسته.

په ښځينه و کې بيا د ډوميسټيک سياليو د غوره لوبغاړې جايزه مولي سټرانو ته ورکړل شوه او همدا راز د برېډمېن ځوان لوبغاړي د کال غوره جايزه ويس اګر په نوم شوه. همدا راز د بيټي ويلسون ځوان لوبغاړي د کار غوره جايزه ټايلا ليمينک ته ورکړل شوه.

د يادولو ده چې دا جايزې هر کال د اسټراليا کرکټ بورډ له لوري ورکول کېږي، خو دغه جايزې يوازې د اسټراليا لوبغاړو ته ورکول کېږي، چې هم په نارينه لوبغاړو کې او هم په ښځينه لوبغاړو کې او همدا راز په ډوميسټيک سياليو کې هم غوره لوبغاړو ته د اسټراليا کرکټ بورډ هر کال جايزې ورکوي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …