کورپاڼه / خپلواک / پاکستان د بنګله دېش لوبډله له شرموونکې ماتې سره مخ کړه
پاکستان ټېسټ لوبډله

پاکستان د بنګله دېش لوبډله له شرموونکې ماتې سره مخ کړه

خپلواک وېبپاڼه (١٠ فبروري ٢٠٢٠): د پاکستان او بنګله دېش لوبډلو ترمنځ د ٢ ټېسټ لوبو لومړۍ ټېسټ لوبه په پېنډۍ کې د فبرورۍ په ٧مه نېټه پيل شوه، چې په څلورمه ورځ پاى ته ورسېده او پاکستان پکې په يوه پاڼۍ او ٤٤ منډو د بنګله دېش لوبډله له شرموونکې ماتې سره مخ کړه.

د لوبې په پيل کې پاکستان پچه وګټله او لومړى يې د بنګله دېش لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

بنګله دېش لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې ٢٣٣ منډې وکړې، چې له ډلې يې محمد ميتون ٦٣، نجمل حسېن شانتو ٤٤، ليتون داس ٣٣ او لوبډلمشر مومن الحق ٣٠ منډې وکړې.

د پاکستان له لوري شاهين شاه اپريدي ښه توپ اچونه ترسره او ٤ بنګالي لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز محمد عباس او حارث سهېل ٢-٢ او نسيم شاه هم ١ ويکټ واخيسته.

پاکستان د بنګله دېش د ٢٣٣ منډو په ځواب کې په لومړۍ پاڼۍ کې ٤٤٥ منډې وکړې، چې له ډلې يې بابر اعظم ١٤٣، شان مسعود ١٠٠، حارث سهېل ٧٥، اسد شفيق ٦٥ او لوبډلمشر اظهر علي ٣٤ منډې وکړې.

د بنګله دېش له لوري ابو جاوېد او روبيل حېسن ٣-٣، تېجل اسلام ٢ او عبادت حسېن ١ ويکټ واخيسته.

خو په دويمه پاڼۍ کې د بنګله دېش لوبډله ونه توانېدله چې ښه توپوهنه وکړي او په خپلو دوه پاڼيو کې د پاکستان د يوې پاڼۍ منډې پوره کړي، بنګله دېش په دويمه پاڼۍ کې ١٦٨ منډې وکړې، چې په يوه پاڼۍ او ٤٤ منډو يې له پاکستان نه په لومړۍ ټېسټ لوبه کې ماتې وخوړه.

د بنګله دېش لپاره لوبډلمشر مومن الحق ٤١، نجمل حسېن شانتو ٣٨ او تميم اقبال ٣٤ منډې وکړې.

د پاکستان له لوري نسيم شاه او ياسر شاه په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې دواړو ٤-٤ بنګالي لوبغاړي وسوځول، همدا راز شاهين شاه اپريدي او محمد عباس هم ١-١ ويکټ واخيسته.

نسيم شاه د ټېسټ سياليو په تاريخ کې کم عمره لوبغاړى شو، چې هېټريک يې ترلاسه کړ.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم نسيم شاه ته ورکړل شوه، چې د لومړۍ ټېسټ لوبې ستورى و.

د يادولو ده چې د پاکستان او بنګله دېش دويمه ټېسټ لوبه به د اپريل د ٥مې نه تر ٩مې نېټې پورې د پاکستان په کراچۍ ښار کې ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …