کورپاڼه / خپلواک / د کرکټ مينه وال: ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکول مهم دي

د کرکټ مينه وال: ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکول مهم دي

خپلواک وېبپاڼه (١٠ فبروري ٢٠٢٠): د افغانستان کرکټ بورډ په (افغانستان د ځوانو کرکټ لوبغاړو په رابرسېره کولو کې له بل هر هېواد مخکښ دى) په سرليک سره په خپله وېبپاڼه کې يوه ليکنه خپره کړې ده او د کرکټ د مينه والو هغه غبرګونو او نيوکو ته يې د ځواب ورکولو هڅه کړې، چې تل دوى غوښتنه کړې ځوانو لوبغاړو ته دې په لوبډله کې چانس ورکړل شي.

خو داسې ښکاري، چې کرکټ بورډ د خلکو په قانع کولو کې يو ځل بيا پاتې راغلى دى، ځکه دغه خبر ته يې په فېسبوک کې په سلګونو تبصرې شوې دي، خو ټولو خلکو پرې يو ځل بيا سختې نيوکې کړي او د کرکټ بورډ له لوري ويل شوي دليلونه يې نه دي منلي.

د کرکټ بورډ خبر

دلته درسره د کرکټ بورډ په رسمي فېسبوکپاڼه ياد راپور ته له سلګونو تبصرو څخه څو يې د بېلګې په ډول مو راخيستي دي، دا څو تبصرې د سلګونو تبصرو نچوړ دى، چې د خلکو د نظرونو استازولي کوي.

د کرکټ بورډ د فېسبوکپاڼې يو غوره مينه وال نور الدين حميدي په خپله تبصره کې ليکلي دي:

((ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکول مهم دي، نه رابرسېره کول، موږ وليدل چې د نولس کلنو ځوانانو په نړيوال جام کې څه وکړل او څومره وځلېدل، موږ په ټولو ښه پوهېږو فضل حق، شفيق الله او عبدالرحمان په شان بهترينه لوبغاړي مو وليدل، چانس ورکړئ چې کرکټ مو پياوړى شي.))

نور الدين حميدي

د ظاهر عمر په نوم يو بل فېسبوک کارونکى بيا دغه خبر ته په تبصره کې ليکي، چې که چېرې ټاکنه د وړتيا په اساس وي، نو هېڅوک هم څه نه وايي، دا چې کله د تجربه لرونکي په نوم شخص ټاکل کېږي او يا خپل او خپلوان، چې تخنيکي وړتيا يې له نورو سره اصلاً د پرتلې وړ نه وي، ټاکل کېږي، نو خلک مجبورېږي چې خپل غږ پورته کړي.

هغه په خپله تبصره کې مخکې ليکي، داسې مه کوئ چې هغه لوبغاړي چې په کورنيو لوبو کې يې دوه يا درې سليزې او پنځوسيزې وهلې وي، هغه ونه نيسئ او خپل ورونه او خپلوان چې يوه سليزه يا پنځوسيزه يې وهلې وي، ونيسئ چې دا غټه بې عدالتي ده.

زاهد عمر

همدا راز د اېس جى رحمانزي په نوم يو بل فېسبوکي کارن بيا ليکلي دي، چې زاړه لوبغاړي ډارن دي او زړوره لوبه نه شي کولاى. هغه له کرکټ بورډ نه غوښتنه کوي چې ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړي، ځکه چې په رحمان الله ګربز کې لياقت او وړتيا نه واى نو ويراټ کوهلي به يې ستاينه نه کوله.

رحمانزى

خو شفق افغان ځاځى بيا نيوکه کوي او کرکټ بورډ ته ليکي، چې ځوان لوبغاړي په سکواډ کې اخلئ، خو هغه بيا په مېدان کې اوبه وړي. هغه وايي چې ځوانو لوبغاړو ته په لوبو کې د لوبېدو چانس نه ورکول کېږي.

شفق افغان ځاځى

همدا راز فضل ولي صالح بيا پر کرکټ بورډ دا تور هم پورې کوي، چې (خو تاسې يې بېرته استعداد وژنه هم کوئ). هغه وايي، چې حشمت شهيدي، شاهد کمال، منير احمد، سيد شېرزاد، حسن رياض په څېر لوبغاړو ته چانس ورکړئ، ځکه موږ په توپ اچونه کې مشکل نه لرو، خو په توپوهنه کې مشکل لرو.

فضل ولي صالح

د يادولو ده چې تېره ورځ د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې له لوري د ايرلېنډ پر وړاندې د ٣ شل اوريزو لوبو لړۍ لپاره افغان ١٥ کسيزه لوبډله اعلان شوه، چې د نورو لوبغاړو تر څنګ پکې يو نيم کال وروسته شاپور ځدراڼ او همدا راز سميع الله شينوارى هم پکې اخيستل شوي و، چې د خلکو له سختو نيوکو سره مخ شو.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …