کورپاڼه / خپلواک / ابراهيم ځدراڼ او شفيق الله غفاري بل وياړ ترلاسه کړ
ابراهيم ځدراڼ او شفيق الله غفاري

ابراهيم ځدراڼ او شفيق الله غفاري بل وياړ ترلاسه کړ

خپلواک وېبپاڼه (١٠ فبروري ٢٠٢٠): د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام پاى ته رسېدلى دى، چې په پايلوبه کې بنګله دېش د ٣ ويکټو په توپير هند ته ماتې ورکړه او په لومړي ځل يې د دغه جام اتلولي خپله کړه.

خو د افغان ١٩ کلنې لوبډلې دوه لوبغاړو ابراهيم ځدراڼ او شفيق الله غفاري يو بل وياړ هم په ١٩ کلنو نړيوال جام کې ترلاسه کړ.

د کرکټ نړيوالې شورا له لوري د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام غوره لوبډله کې ابراهيم ځدراڼ او شفيق الله غفاري هم ځاى ترلاسه کړى دى، چې دواړه په ١٩ کلنو نړيوال جام کې ښه وځلېدل.

د ١٩ کلنو نړيوال جام په غوره لوبډله کې د هند يشسوي جېسوال، د افغانستان ابراهيم ځدراڼ، د سريلانکا رويندو رسانتا، د بنګله دېش محمود الحسن جوى او شهادت حسېن، د ويسټ انډيز نييم ينګ، د بنګله دېش اکبر علي (لوبډلمشر او ويکټ ساتونکى)، د افغانستان شفيق الله غفاري، د هند روي بشنويي او کارتيک تياګي او د ويسټ انډيز جايډن سيلز شامل دي.

همدا راز په دغه غوره لوبډله کې بيا ١٢م لوبغاړى هم غوره شوى دى، چې هغه د کاناډا اکيل کمار دى، چې ښه ځلېدلى دى.

په دغه غوره لوبډله کې ټول هغه لوبغاړي راغونډ شوي دي، چې د ١٩ کلنو په نړيوال جام کې ښه ځلېدلي دي او خپلو خپلو لوبډلو ته يې برياوې ور په برخه کړي دي.

د هند يشسوي جېسوال خو بيا د ١٩ کلنو نړيوال جام د غوره لوبغاړي جايزه هم ترلاسه کړه، چې نوموړي تر ټولو زياتې منډې ترلاسه کړې وې. همدا راز روي بشنويي بيا زياتې ويکټې اخيستې وې، چې په دويم مقام کې شفيق الله غفاري و، چې ١٦ ويکټې يې ترلاسه کړې وې.

همدا راز ابراهيم ځدراڼ بيا ٢٤٠ منډې کړې وې. شفيق الله غفاري په ٣ لوبو کې د غوره لوبغاړي جايزه هم ترلاسه کړې وه.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …