کورپاڼه / خپلواک / افغانستان تاريخ جوړ کړ، ١٤٠ کاله پخوانى ريکارډ يې برابر کړ
افغانستان کرکټ لوبډله

افغانستان تاريخ جوړ کړ، ١٤٠ کاله پخوانى ريکارډ يې برابر کړ

خپلواک وېبپاڼه (٩ سپتمبر ٢٠١٩): د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ په يوازينۍ ټېسټ لوبه کې افغانستان د لوبې په وروستۍ ورځ د بنګله دېش لوبډله په ١٧٣ منډو وسوځوله او په ٢٢٤ منډو يې ستره او تاريخي بريا خپله کړه.

افغانستان نه يوازې دا چې بنګله دېش ته په خپل کور کې ستره ماته ورکړه، بلکې له بنګله دېش څخه د لوبې ګټلو سره يې تاريخ جوړ کړ او ١٤٠ کاله پخوانى ريکارډ يې له اسټراليا سره برابر کړ.

له بنګله دېش سره د افغانستان ټېسټ لوبه، د افغانستان دريمه ټېسټ لوبه، چې لومړۍ يې له هند سره او دويمه له ايرلېنډ سره وه، افغانستان له هند ماته خوړلې وه، خو له ايرلېنډ يې بيا بريا خپله کړې وه او دا د افغانستان دريمه لوبه وه، چې دويمه بريا يې پکې خپله کړه.

لومړى خو افغانستان د ايرلېنډ نه د لوبې په ګټلو سره له انګلستان او پاکستان وروسته دويمه لوبډله شوه، چې په خپله دويمه ټېسټ سيالۍ کې يې بريا خپله کړه، خو دا ځل يې ٩ لوبډلې شاته پرېښودې او نوى ريکارډ يې په خپل نوم کړ.

په ټېسټ لوبو کې يوازينۍ اسټراليايي لوبډله ده، چې په خپلو درې ټېسټ سياليو کې يې دوه سيالۍ ګټلې وې، اوس دويمه لوبډله افغانستان شوه، چې د اسټراليا ١٤٠ کاله پخوانى هغه ريکارډ يې برابر کړ، چې په ٣ ټېسټ سياليو کې يې دوه ټېسټ سياليو کې بريا خپله کړې وه.

که د نورو لوبډلو خبره وکړو، نو انګلستان خپله دويمه سيالي په څلورمه لوبه کې ترلاسه کړې وه، پاکستان بيا په ٩ ټېسټ لوبو کې دوه برياوې خپلې کړې وې، ويسټ انډيز په ١٢ سياليو کې دوه برياوې ترلاسه کړې وې، سويلي افريقا په ١٣، سريلانکا په ٢٠، هند په ٣٠ سياليو کې دوه سيالۍ ګټلې وې. همدا راز زمبابوې په ٣١، نيوزيلېنډ په ٥٥ او بنګله دېش بيا په ٦٠ سياليو کې خپله دويمه بريا ترلاسه کړې وه، خو افغانستان په خپله دريمه سيالۍ کې دويمه بريا خپله او د اسټراليا سره يې ١٤٠ کاله پخوانى ريکارډ برابر کړ.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …