کورپاڼه / خپلواک / کرکټ بورډ پر شفيق الله شفق د دوه کاله پخوانيو لوبو له لامله اوس بندېز لګولى
شفيق الله شفق

کرکټ بورډ پر شفيق الله شفق د دوه کاله پخوانيو لوبو له لامله اوس بندېز لګولى

خپلواک وېبپاڼه (١٠ فبروري ٢٠٢٠): د افغانستان کرکټ بورډ د ٢٠١٨ کال يا د لومړي پړاو افغانستان غوره ليګ لوبو کې د فساد ضد قانون نه د سرغړونو له لامله اوس بندېز لګولى دى.

د کرکټ بورډ له لوري په خپور کړل شوي خبر کې ويل شوي دي، کې د کرکټ ملي لوبډلې پر لوبغاړي شفيق الله شفق د افغانستان کرکټ بورډ ادارې، د فساد پر وړاندې د مبارزې قانون څخه د سرغړونې له امله له نننه تر وروستۍ پرېکړې صادرولو پورې بندېز ولګېده.

خو کرکټ بورډ دا نه دي ويلي چې هغه د لوبو پر مهال څه کړي و، همدا راز د يوې بلې دوسيې يادونه هم شوې ده، خو معلومه نه ده، خو يوازې د فساد پر وړاندې د مبارزې څانګې د ځينو مادو يادونه يې کړې ده، چې په دې ډول دي:

((ماده : ۲-۱-۱ : د هر هغه تړون غړی جوړېدل یا هره هڅه چې له مخې یی د لوبې پاېله هرې خواته بدلون بیامومي، پرمختګ پکې راشي، ترسره شي او یا د لوبو په نورو اړخونو کې له وخت برابره شي.

ماده : ۲-۱-۳ : غوښتل، منل، وړاندیز کول او یا د بډې اخیستو منل او یا ورته نور امتیاز ترلاسه کول چې له امله یې له وخت وړاندې د لوبې حالت بدل شي او یا په یوه برخه کې مرسته وکړي، او یا په بله مانا په غیر مناسبه لاره په پاېله کې، پرمختګ ، ترسره کولو کې یې او یا د کورني کرکټ لوبې په بل اړه کې دخیل شي، او یا بډې اخیستل یقیني کړي او یا نور د فساد مشخص هدفونه چې په کورني کرکټ کې راپېښ شي.

ماده : ۲-۱-۴ : په لوی لاس غوښتل، چمتو کول، وړاندیز کول او یا د هڅولو هڅه کول او یا په نړېواله کچه بل ګډونوال ته زمینه برابرول چې له امله پکې له ۲.۱ مادې څخه سرغړونه وشي.

ماده : ۲-۴-۴ : د هغه وړاندیز یا بلنې په اړه په راپور ورکولو کې پاتې راتلل چې له مخې یې له دریو اړخونو یا افرادو لخوا د دوی په خوښه تا ته د لوبې حالت برابرولو کې د دوی د ډلې د غړي کېدو موافقه غوښتل کېږي.

ماده : ۲-۴-۵ : په یوه داسې مورد کې پاتې راتلل یا ترې انکار کول چې د کوم اړین دلیل پرته د فساد ضد څانګې ګمارل شویو مسوولینو ته د فساد کولو هر ډول وړاندیز معلومات شریک کړي، او دغه راز د هرې پېښې بشپړ جزیات، حقیقت یا مسلي توضیحات د کوم محدویت پرته ورکول چي پېښه کې د شریک کس پام ته راځي او یا د فساد ضد څانګې لپاره داسې اسناد په لاس کې لري چې له مخې یی کوم بل کس هم په ورته مواردو چې د فساد ضد څانګې سره سرغړونه کې شمېرل کیږي.))

کرکټ بورډ په دغه خبر کې ويلي دي، چې شفيق الله شفق ته يې له نن څخه تر راتلونکو ١٤ ورځو پورې وخت ورکړى دى، چې په ده لګول شوي تورونو په اړه دې ځواب ووايي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …