کورپاڼه / خپلواک / محمد نبي له کورنۍ سره يو ځاى عمره وکړه
محمد نبي

محمد نبي له کورنۍ سره يو ځاى عمره وکړه

خپلواک وېبپاڼه (١١ فبروري ٢٠٢٠): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه او تجربه لرونکى الراونډر محمد نبي له خپلې کورنۍ سره يو ځاى د سعودي عربستان هېواد ته د عمرې د ادا کولو په پار تللى او عمره يې کړې ده.

محمد نبي چې په نږدې وختونو کې لومړى د بنګله دېش تجارتي ليګ کې د رنګپور رېنجرز لوبډلې لپاره ولوبېده او له بنګله دېش بيا نېغ اسټراليا ته لاړ او هلته د بيګ باش تجارتي ليګ کې د ميلبون رينيګاډز لپاره ولوبېده، اوس په سعودي عربستان کې دى.

نوموړي په خپله فېسبوکپاڼه د عمرې د اداينې د مهال ځينې انځورونه خپاره کړي دي، چې په انځورونو کې ورسره خپل ماشومان هم ليدل کېږي.

محمد نبي دغه انځورونو ته ليکلي دي: ((د لوى څښتن تعالى ډېر شکر ګزار يم چې يو ځل بيا يې د عمرې ادا کولو توفيق راکړ. لوى خداى تعالى دې اسلام تل په برياوو او ګران افغانستان په سرتاسري سولې او بشپړ امن ونازوي.))

محمد نبي چې نه يوازې په کرکټ کې ستر نوم لري او د افغانستان لپاره يې تر ډېرې لوبې ترسره کړي دي، هغه يو مخکښ الراونډر هم دى او همدا راز په افغانستان کې د محمد نبي خېريه بنسټ په نوم باندې يو بنسټ هم لري، چې د غريبو خلکو سره مرستې کوي.


هغه په وروستيو کې د بنګله دېش تجارتي ليګ کې د رنګپور رېنجرز لوبډلې لوبډلمشر هم و، خو لوبډلې يې د پرلپسې ماتې خوړلو وروسته هغه له لوبډلمشرۍ ليرې شو.

همدا راز نوموړى د رنګپور رېنجرز په ټولو لوبو کې ولوبېده، خو لوبډلې يې ډېرې کمې برياوې خپلې کړې، چې له هغه وروسته نوموړى په بيګ باش ليګ کې د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې سره يو ځاى شو، خو ميلبورن رينيګاډز هم خپلې زياتې لوبې وبايللې او په دغه ليګ کې تر ټولو وروستۍ لوبډله راغله.


٣٥ کلن محمد نبي چې د افغانستان لپاره يې ٣ ټېسټ، ١٢٤ يو ورځنۍ او ٧٥ شل اوريزې لوبې ترسره کړي دي، د افغانستان له هغه لوبغاړو څخه دى چې ډېرې منډې او ډېرې ويکټې يې هم ترلاسه کړي دي.

محمد نبي د درې واړه فارمېټونو په نړيوالو لوبو کې ٤١٣١ منډې کړي دي او همدا راز ٢٠٧ ويکټې يې هم اخيستي دي. هغه همدا راز په نورو شل اوريزو لوبو کې بيا ٣٩٢٠ منډې کړي او ٢٥٥ ويکټې يې ترلاسه کړي دي.

محمد نبي د افغانستان او بنګله دېش په يوازينۍ ټېسټ لوبه کې تر لوبېدو وروسته له ټېسټ لوبو استعفا ورکړه او وې ويل چې غواړي خپل ټول پام يو ورځنيو او شل اوريزو لوبو ته وکړي او په ټېسټ لوبو کې خپل ځاى نورو ځوان لوبغاړو ته پرېږدي.


هغه په دغه وخت په خپله مرکه کې دا هم وويل، چې په دې وياړي چې افغانستان دغه مقام ته ورسېده، چې د ټېسټ سياليو غړيتوب يې ترلاسه کړ او اوس د کرکټ نړيوالې شورا بشپړ غړيتوب لرونکې لوبډله ده. هغه همدا راز وويل، چې د دې ارماني دى چې يوه ورځ د افغانستان ټېسټ لوبډله هم له سترو سترو لوبډلو سره لوبې وکړي او له هغوى ته ماتې ورکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

نبي، اصغر او راشد

له کرکټ سره د افغانانو کرکه ولې دومره زياته شوه؟

د افغانستان کرکټ بورډ په شفيق الله شفق باندې د فساد له امله د ٦ …