کورپاڼه / خپلواک / سليم ساپى؛ افغان فاسټ بالر چې يوازې تمريناتي کمپ پورې محدود وساتل شو
سليم ساپى

سليم ساپى؛ افغان فاسټ بالر چې يوازې تمريناتي کمپ پورې محدود وساتل شو

خپلواک وېبپاڼه (١١ فبروري ٢٠٢٠): د افغانستان ځوان او ايمرجينګ چټک توپ اچونکى سليم ساپى، چې په کورنيو سياليو کې ښه ځلېدلى دى، د بغلان ولايت اوسېدونکى دى او اوس مهال په کابل کې ژوند کوي.

نوموړى تېره مياشت په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په ١٩ لوبغاړو کې شامل و، چې هلته يې دوه اونۍ تمريناتي کمپ کې برخه واخيسته، خو د ايرلېنډ پر وړاندې د ٣ شل اوريزو سياليو ته غوره نه شو.

افغانستان چې اوس مهال د چټکې توپ اچونې له مشکلاتو سره مخ دى، سليم ساپى يو ښه او غوره اپشن دى، چې په نړيواله کچه د افغانستان لپاره ښه توپ اچونه ترسره کړي، ځکه هغه د کرکټ بورډ له لوري څه موده مخکې د (ټېلنټ هنټ) په نوم پروګرام کې هم ګډون کړى و، چې هلته په درې غوره توپ اچونکو کې راغلى و.

دغه پروګرام چې د افغانستان کرکټ بورډ له لوري شروع شوى او هدف يې دا و چې فاسټ يا چټک توپ اچونکي پېدا کړي، څه وخت وروسته ختم شو او هېڅ پايله يې له ولس سره شريکه نه شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري په يوه خپره شوې ويډيو کې، چې له سليم ساپي سره يې مرکه کړې ده، هغه وايي چې په ٢٠١٥ يا ٢٠١٦ کې يې کرکټ پيل کړى و، چې د يو کال کرکټ کولو نه وروسته يې د اقتصادي مشکلاتو له لامله د څه وخت لپاره کرکټ پرېښود.

هغه وايي، چې ورور او ملګرو کرکټ ته ډېر تشويق کړ او ورته يې وويل چې ستا په څېر بالران په افغانستان کې نشته او ته کولاى شې چې په کرکټ کې ډېر مخکې لاړ شې او پرمختګ وکړې.

سليم ساپى وايي، چې په پيل کې يې د ولايتونو په کچه د کلب لېول سيالۍ پيل کړې چې هلته ښه وځلېده. له هغه وروسته د ولايتي يو ورځنيو لوبو په کمپ کې يې برخه واخيسته، همدا راز بيا ټېلنټ هنټ شروع شو چې هغه هم پکې ګډون وکړ او په درې غوره توپ اچونکو کې راغى.

سليم ساپى زياتوي، چې له هغه وروسته دوه ورځنيو سياليو ته غوره شو او هلته هم ښه وځلېده، خو بغلان لوبډلې کواليفايي ونه شوه کولاى، چې بيا په کندوز لوبډله کې د درې ورځنيو سياليو ته غوره شو.

نوموړى همدا راز څلور ورځنيو سياليو ته هم غوره شو چې ښه لوبه يې نندارې ته وړاندې کړه او د ولايتي يو ورځنيو لوبو په ټورنامنټ کې يې بيا په ٥ لوبو کې ١٥ لوبغاړي وسوځول چې د ټورنامنټ د غوره لوبغاړي جايزه يې هم ترلاسه کړه.

سليم ساپى د جنورۍ په مياشت کې په متحده عربي اماراتو کې د افغان لوبډلې په ١٩ کسيزه کسانو کې شامل و، چې په اماراتو کې يې دوه اونۍ تمريناتي کمپ ترسره کړ. هغه وايي چې ډېر خوشحاله دى چې په دغه کمپ کې يې ګډون وکړ او ښه تجربه يې ترلاسه کړه، همدا راز لوبغاړو او روزونکو هم ډېر تشويق کړ.

سليم ساپى وايي چې خپلو هڅو او کوششونو دې ځاى ته رارسولى يم او دا مې لوى ارمان دى چې په ملي لوبډله کې ولوبېږم او د هېواد لپاره ستر وياړونه راوړم.

نوموړى وايي، چې مخکې به يې يو نيم ساعت يا دوه ساعته تمرين کاوه، خو اوس هره ورځ درې ساعته يا درې نيم ساعته تمرين کوي.

د نوموړي د خوښې لوبغاړى حميد حسن دى او که کرکټ بورډ ورسره خواري وکړي، نو ښايي په چټکه توپ اچونه کې ښه وځلېږي او د افغانستان د چټکې توپ اچونې تشه هم پوره کړي.

خو نوموړي چې په متحده عربي اماراتو کې په دوه اونيز تمريناتي کمپ کې ګډون وکړ، د ايرلېنډ پر وړاندې د ٣ شل اوريزو لوبو سياليو ته په لوبډله کې شامل نه کړاى شو.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …