کورپاڼه / خپلواک / افغانستان سره لوبه، بنګله دېش له شرمه ډک ريکارډ خپل کړ
بنګله دېش کرکټ لوبډله

افغانستان سره لوبه، بنګله دېش له شرمه ډک ريکارډ خپل کړ

خپلواک وېبپاڼه (١٠ سپتمبر ٢٠١٩): افغانستان په يوازينۍ ټېسټ لوبه کې بنګله دېش ته په ٢٢٤ منډو ماته ورکړه او ستره او تاريخي بريا يې په خپل نوم کړه، خو په دغه لوبه کې بنګله دېش هم بيا يو له شرمه ډک ريکارډ په خپل نوم کړ، چې کېداى شي هېڅ کله هم مات نه شي.

د بنګله دېش لوبډله چې شاوخوا شل کاله به کېږي چې د ټېسټ سياليو يا بشپړ غړيتوب يې ترلاسه کړى دى، له هرې لوبډلې سره چې يې خپله لومړۍ ټېسټ سيالي ترسره کړې، په هغه کې يې ماته خوړلې ده او له افغانستان څخه يې هم په خپله لومړۍ ټېسټ سيالۍ کې ماته وخوړه او دا لسمه لوبډله وه، چې بنګله دېش سره يې په خپله لومړۍ سيالۍ کې بنګله دېش مات کړ.

بنګله دېش هېواد خپله لومړۍ ټېسټ سيالي په ٢٠٠٠ کال کې له هند سره کړې وه او هند ګټلې وه، په ٢٠٠١ کال کې يې بيا له زمبابوې، پاکستان، سريلانکا او نيوزيلېنډ سره ټېسټ سيالۍ ترسره کړې او له ټولو هېوادونو څخه يې خپلې لومړۍ سيالۍ وبايللې.

په ٢٠٠٢ کال کې بنګله دېش بيا له سويلي افريقا او ويسټ انډيز لوبډلو سره خپلې لومړۍ سيالۍ وکړې، خو يادو لوبډلو هم بنګله دېش سره په لومړيو سياليو کې بنګله دېش ته ماته ورکړه.

په ٢٠٠٣ کې اسټراليا او انګلستان له بنګله دېش سره خپلې لومړۍ ټېسټ سيالۍ وکړې او يادو دواړو لوبډلو يو ځل بيا بنګله دېش سره په لومړيو سياليو کې بريا خپله او بنګله دېش يې مات کړ.

په ٢٠١٩ کال کې بيا افغانستان او بنګله دېش خپله لومړۍ ټېسټ سيالي ترسره کړه، چې افغانستان د بنګله دېش لوبډلې ته په ٢٢٤ منډو توپير ماته ورکړه او افغانستان لسمه لوبډله وه، چې له بنګله دېش سره په لومړۍ سيالۍ کې يې بنګله دېش هېواد مات کړ.

د يادولو وړ ده چې بنګله دېش يوازينۍ لوبډله ده، چې تر دې مهاله پورې يې له هېڅ هېواد څخه خپله لومړۍ سيالي نه ده ګټلې، يوازې ايرلېنډ لوبډله پاتې ده، وه به کتل شي چې ايرلېنډ او بنګله دېش کله په خپل منځ کې لومړۍ ټېسټ سيالي کوي او کومه لوبډله پکې بريا خپلوي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …