کورپاڼه / خپلواک / نيوزيلېنډ په ٩ ورځو کې دننه له هندۍ لوبډلې بدل واخيست
هند او نيوزيلېنډ

نيوزيلېنډ په ٩ ورځو کې دننه له هندۍ لوبډلې بدل واخيست

خپلواک وېبپاڼه (١١ فبروري ٢٠٢٠): د نيوزيلېنډ لوبډلې يوازې په ٩ ورځو کې له هندۍ لوبډلې خپل بدل واخيست، هند په شل اوريزو لوبو لړۍ کې نيوزيلېنډ ته وايټ واش ماتې ورکړې وه او نيوزيلېنډ بېرته په يو ورځنيو لوبو لړۍ کې د هند لوبډلې ته وايټ واش ماتې ورکړه.

د نيوزيلېنډ او هند ترمنځ د درې شل اوريزو لوبو دريمه يا وروستۍ لوبه نن د نيوزيلېنډ په ماونټ مونګاني کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې پچه نيوزيلېنډ وګټله او لومړى يې د هند لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

هند په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ٢٩٦ منډې وکړې، چې له ډلې يې کى ايل راهول ١٠٢، شرياس اير ٦٢، منيش پانډى ٤٢ او پريتوي شاو ٤٠ منډې وکړې.

د نيوزيلېنډ له لوري همېش بينيټ په زړه پورې توپ اچونه ترسره او ٤ هندي لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز کېلي جېميسون او جېمز نيشام ١-١ ويکټ ترلاسه کړې.

د ٢٩٧ منډو هدف د نيوزيلېنډ لوبډلې په ٤٧.١ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ چې په ٣ ويکټو يې د هند لوبډلې ته ماتې ورکړه او له دې سره يې په درې واړه يو ورځنيو لوبو کې هم بريا خپله او هند ته يې په لوبلړۍ کې وايټ واش ماتې ورکړه.

د نيوزيلېنډ لپاره هينري نيکولز ٨٠، مارټين ګوپټيل ٦٦ او کولين دي ګرېنډ هوم ٥٨ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د هند له لوري يوژيندرا چاهل ٣، شردل ټاکر او رويندرا جډيجا ١-١ ويکټ واخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هينري نيکولز ترلاسه کړه، چې نن يې ښه توپوهنه ترسره او خپله لوبډله يې بريالۍ کړه. همدا راز د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه راس ټېلر ته ورکړل شوه.

د يادولو ده چې تر دې مخکې نيوزيلېنډ او هند د ٥ شل اوريزو لوبو لړۍ ترسره کړې وه، چې پنځه واړه لوبې هند ګټلې وې، خو د ٣ يو ورځنيو لوبو په لړۍ کې درې واړه لوبې نيوزيلېنډ وګټلې.

همدا راز د دواړو لوبډلو ترمنځ به د دوه ټېسټ سياليو لړۍ د فبرورۍ په ٢١مه نېټه پيل شي، چې دواړه ټېسټ لوبې د ټېسټ سياليو په نړيواله اتلولۍ يا ټېسټ چيمپينشپ کې شاملې دي.

هند تر دې مهاله پورې د نړيوالو ټېسټ اتلوليو سياليو کې کومه لوبه نه ده بايللې، ٧ لوبې يې ترسره کړي او ټولو کې يې بريا خپله کړې ده، چې تر ټولو لوبډلو د ٣٦٠ نومرو په لرلو سره مخکې ده.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …