کورپاڼه / خپلواک / فرهان يوسفزى: د اصلاحاتو تر څنګ کرکټ بورډ له مالي پلوه هم په پښو دروم
فرهان يوسفزى

فرهان يوسفزى: د اصلاحاتو تر څنګ کرکټ بورډ له مالي پلوه هم په پښو دروم

خپلواک وېبپاڼه (١١ فبروري ٢٠٢٠): د افغانستان کرکټ بورډ چيرمېن فرهان يوسفزى وايي، چې په کرکټ بورډ کې د اصلاحاتو تر څنګ له مالي اړخه هم دغه اداره په خپلو پښو درول غواړي.

هغه وايي، چې په اداره کې مې ټول اړين اصلاحات رامنځته کړل او اوس مې ټول تمرکز د عمومي مالي ملاتړ کوونکي پر موندلو او له مالي اړخه د دغې ادارې پر لا پياوړتيا او مالي ثبات دى.

د افغانستان کرکټ بورډ چيرمېن فرهان يوسفزي نن په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفير عيسى سالم محمد الظاهري سره ناسته کړې ده، چې په اړه يې خبر د هغه په خپله فېسبوکپاڼه خپور شوى دى.

فرهان يوسفزى وايي: ((له ښاغلي عیسی سالم محمدالظاهري سره مې په افغانستان کې د کرکټ په برخه کې د همکارۍ او پانګونې موضوع مطرح کړه، څو په افغانستان کې د کرکټ په ډګر کې له شته فرصتونو ګټه پورته شي چې په دې سره د افغانستان او متحده عربي اماراتو د دولتونو او وګړو ترمنځ اړیکې لا ډېره اغېزناکه بڼه خپلوي او د همکاریو یو نوی باب پرانېستل کېږي.))

ښاغلى يوسفزى زياتوي، چې ((له ښاغلي عیسی سالم محمدالظاهري سره مې همدارنګه د افغان لوبډلې د عمومي ملاتړ کوونکي موضوع هم مطرح کړه، څو د فلای دوبۍ  (Fly Dubai)هوایي شرکت سره چې په اړه مې له دغه شرکت سره هم له وړاندې یاده موضوع شریکه کړې، د یوه دریمګړي او باوري سرچینې په توګه همکاري وکړي.))

فرهان يوسفزى وايي، چې د متحده عربي اماراتو سفير ورسره د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې ده او ډاډ يې ورکړى دى چې په پورته يادو شوو برخو کې به له کرکټ بورډ سره خپل همکاري کوي.

هغه زياتوي، چې کرکټ داسې يوه لوبه ده چې افغانانو ته يې تل خوښي او وياړونه ورکړي او افغانستان يې په نړۍ کې د روښانه راتلونکي درلودونکي هېواد په توګه معرفي کړى دى.

فرهان يوسفزى وايي: ((د افغانستان کرکټ بورډ د مشر په توګه په پام کې لرم چې دغه اداره د اصلاحاتو ترڅنګ له مالي اړخه هم ډېره پیاوړې کړم، ځکه په اداري ډګر کې مې ټول اړین اصلاحات رامنځته کړل او اوس زموږ ټول تمرکز د عمومي مالي ملاتړ کوونکي پر موندلو او له مالي اړخه د دغې ادارې پر لا پیاوړتیا او مالي ثبات دى.))

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …