کورپاڼه / خپلواک / نيدرلېنډز له نيوزيلېنډ او پاکستان سره لوبې ترسره کوي
نيدرلېنډز او پاکستان

نيدرلېنډز له نيوزيلېنډ او پاکستان سره لوبې ترسره کوي

خپلواک وېبپاڼه (١١ فبروري ٢٠٢٠): د نيدرلېنډز کرکټ لوبډله چې يوه دويمه درجه لوبډله ده، په جون او جولاى مياشت کې د بشپړ غړيتوب لرونکو لوبډلو نيوزيلېنډ او پاکستان سره شل اوريزې او يو ورځنۍ لوبې ترسره کوي.

په داسې حال کې چې د افغانستان ملي لوبډله چې بشپړ غړيتوب لرونکې لوبډله ده په ٢٠١٩ کال کې پرته د ايرلېنډ سره د ٣ شل اوريزو لوبو نورې کومې لوبډلې سره لوبې نه لري، خو دويمه درجه لرونکې نيدرلېنډز بيا له سترو او بشپړ غړيتوب لوبډلو سره لوبې برابرولى شي.

د کرکټ بورډ اجراييوي مشر لطف الله ستانکزى رسنيو ته همدا خبره کوي، چې ټولې لوبې په ٢٠١٧ کال کې د اېف ټي پي له لوري جوړې شوې دي او نورې لوبډلې مصروفې دي، نو ځکه د افغانستان لوبې نشته.

خو په داسې حال کې بيا نيدرلېنډز تر افغانستان ډېرې لوبې لري.

نيدرلېنډز او پاکستان ترمنځ د ٣ يو ورځنيو لوبو لړۍ د اېف ټي پي برخه ده چې دا د راتلونکي نړيوال جام لپاره د سوپر ليګ پړاو لوبې دي، ځکه نيدرلېنډز هم د اى سي سي په سوپر ليګ لوبو کې شامله ده.

خو له نيوزيلېنډز سره بيا د نيدرلېنډز کرکټ بورډ تازه شل اوريزه لوبه برابره کړې ده، چې دواړه لوبډلې به دغه لوبه له پاکستان سره تر لوبو مخکې د جون په مياشت کې ترسره کړي.

همدا راز د جولاى په مياشت کې به بيا د نيدرلېنډز او پاکستان ترمنځ درې يو ورځنۍ سيالۍ په نيدرلېنډز کې په ٤مه، ٧مه او ٩مه نېټه ترسره شي.

د يادولو ده چې د اېف ټي پي پروګرام تر مخه افغانستان سږ کال له ايرلېنډ سره دوه لوبلړۍ درلودې، چې ايرلېنډ په خپله کوربه توب لوبې لغوه کړې، خو افغانستان په خپل کوربه توب لوبې لغوه نه کړې او د راتلونکې مارچ په مياشت کې به په هند کې ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …