کورپاڼه / خپلواک / راشد خان د بنګله دېش سره په لوبه کې ريکارډونه جوړ کړل
راشد خان ١

راشد خان د بنګله دېش سره په لوبه کې ريکارډونه جوړ کړل

خپلواک وېبپاڼه (١٠ سپتمبر ٢٠١٩): له بنګله دېش سره د يوازينۍ ټېسټ لوبې لپاره افغان لوبډلمشر راشد خان و، نه يوازې دا چې هغه دا ريکارډ په خپل نوم کړ، چې تر ټولو کم عمره لوبډلمشر و، بلکې نور ډېر ريکارډونه يې هم د بنګله دېش سره په دغه يوازينۍ ټېسټ لوبه کې په خپل نوم کړل.

ځينې هغه ريکارډونه چې يوازې د افغانستان پورې اړوند دي، لکه د رحمت شاه سليزه، چې لومړنى افغان توپوهونکى شو چې په ټېسټ سياليو کې يې سليزه ووهله، همدا راز راشد خان بيا په ټېسټ سياليو کې خپله لومړۍ سليزه ووهله او د دې تر څنګ لومړنى افغان توپ اچونکى شو چې په ټېسټ سيالۍ کې يې تر ١٠ زياتې يا ١١ ويکټې ترلاسه کړې.

بلخوا ابراهيم ځدراڼ په خپله لومړۍ ټېسټ لوبه کې پنځوسيزه ووهله. اصغر افغان بيا په يوه ټېسټ سيالۍ کې دوه پنځوسيزې ووهلې او همدا راز ټولې يې درې پنځوسيزې ووهلې او محمد نبي له ټېسټ لوبو څخه خپله استعفا اعلان کړه.

خو د دې هر څه تر څنګ راشد خان په نړيواله کچه لومړنى لوبډلمشر شو، چې په کم عمر کې يې په خپله لوبډلمشرۍ کې ټېسټ سيالي وګټله او خپله لومړۍ ټېسټ سيالي، چې دى يې کپتان و، ډېر په زړه پورې او ښه لوبه يې نندارې ته وړاندې کړه.

راشد خان
Image Source: ESPNcricinfo

همدا راز دريم هغه لوبغاړى يا کپتان شو، چې په ټېسټ سيالۍ کې يې د کپتان په حېث پنځوسيزه وهلې او لس ويکټې يې ترلاسه کړې، تر راشد خان مخکې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان او د پاکستان اوسني لومړي وزير عمران خان په ١٩٨٣ کال کې د هند په وړاندې په يوه ټېسټ سيالۍ کې تر ٥٠ زياتې منډې کړې وې او لس ويکټې يې ترلاسه کړې وې.

همدا راز دويم کس بيا د اسټراليا کپتان الن بارډر و، چې د ويسټ انډيز په وړاندې يې په يوه ټېسټ لوبه کې تر ٥٠ زياتې منډې او همدا راز ١٠ لوبغاړي يې سوځولي و، چې اوس د افغانستان لوبډلمشر راشد خان دريم هغه لوبغاړى دى، چې د کپتان په حېث يې په يوه ټېسټ لوبه کې تر ٥٠ زياتې منډې او تر ١٠ زياتې ويکټې ترلاسه کړي دي او دا ريکارډ يې هم په خپل نوم کړ.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …