کورپاڼه / خپلواک / له شل اوريزو وروسته يو ورځنيو لوبو کې هم محمد نبي لومړى مقام خپل کړ
محمد نبي

له شل اوريزو وروسته يو ورځنيو لوبو کې هم محمد نبي لومړى مقام خپل کړ

خپلواک وېبپاڼه (١٢ فبروري ٢٠٢٠): د افغانستان ملي لوبډلې مخکښ الراونډر محمد نبي د شل اوريزو لوبو د الراونډرانو په برخه کې په نړيواله درجه بندۍ کې تر لومړي مقام وروسته د کرکټ نړيوالې شورا په يو ورځنيو لوبو الراونډرانو په برخه کې هم لومړى مقام خپل کړ.

محمد نبي چې تر دې مخکې دويم مقام درلود او د انګلستان بين سټوکس لومړى مقام درلود، اوس محمد نبي يو مقام مخکې او تر بين سټوکس مخکې شو او د يو ورځنيو لوبو غوره الراونډر شو، همدا راز بين سټوکس بيا يو مقام راښکته او په دويم مقام شو.

د پاکستان عماد وسيم بيا په دريم مقام ولاړ دى او کولين ډي ګرېنډ هوم بيا ٤ مقامه پرمختګ وکړ او څلورم مقام ته يې ځان راورساوه، همدا راز د انګلستان کريس ووکس او د افغانستان راشد خان يو يو مقام ښکته لاړل، چې اوس په پنځم او شپږم مقام کې قرار لري.

همدا راز د هند رويندرا جډيجا هم درې مقامه پرمختګ وکړ او ٧م مقام ته يې ځان ورساوه، خو مچل سانتنر بيا دوه مقامه ښکته لاړ او اوس په اتم مقام کې دى. همدا راز سکندر رضا او سين ويليمس بيا په ٩م او ١٠م مقام کې قرار لري.

همدا راز محمد نبي د شل اوريزو لوبو په نړيواله درجه بندۍ کې هم لومړى مقام لري، چې تر هغه وروسته بيا ګلين ميکسويل، سين ويليمس، ريچارډ بيرينګټون او نورو لوبغاړي دي.

د شل اوريزو لوبو په غوره لوبغاړو کې بيا راشد خان په درجه بندۍ کې لومړى مقام لري او ورپسې بيا بل ورو توپ اچونکى مجيب الرحمان دى چې په دويم مقام کې قرار لري.

د يادولو ده چې افغان لوبغاړي له ډېر وخت راهيسې د کرکټ نړيوالې شورا په نړيواله درجه بندۍ کې په لوړو مقامونو کې ځاى لري.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …