کورپاڼه / د ټمبلانو ۵ هغه بد عادتونه، چې تاسو یې باید ونه کړئ
ټمبل خلک

د ټمبلانو ۵ هغه بد عادتونه، چې تاسو یې باید ونه کړئ

خپلواک وېبپاڼه (۱۲ فبروري ۲۰۲۰): ټمبلي کله نا کله په ټولو انسانانو راځي، خو د ځینو بيا عمر په ټمبلۍ کې تېر شي، داسې خلکو ټمبلي ترجيح کړې او دا یې انتخاب دی، ځکه خو يې ورڅخه بدون له قوي ارادې لرې کېدل ممکن نه وي.

په دې ليکنه کې د هغه خلکو له خويونو څخه بحث کوو چې ټمبلي یې پخپله غوره کړې وي.

۱- لنډه لاره ټاکي

ټمبل انسانان غواړي له لنډې لارې ځان ورسوي، غواړي د لنډې لارې په کم وخت کې يو په يو ډېرې زياتې پيسې وګټي، زيات درس ولولي، د دې لپاره کله ناکله يو په يو ښه لويه خرچه هم وکړي، خو د ټولو پای زيان وي، کار بايد د وړو خانو څخه پيل شي او ورو ورو لوی شي، دا‌ قاعده د ژوند په اکثرو قضيو کې د تطبيق وړ ده.

۲- هېڅ کار جدي نه ګڼي

ډېر وخت ټمبل انسانان په هرڅه کې ټوکې کوي، هېڅ شی جدي نه نيسي، کله چې يو څوک ټمبل خپلې ټمبلۍ ته متوجه کوي لومړی په همغه یو څو خنداوې او ټوکې ورپيل کوي او ځان له اصلي حالته ژغوري، په اصل کې نه غواړي د ټمبلۍ هغه تريخ حس وڅکي، ځکه تل ورڅخه په تېښته کې وي، ځان داسې ښکاره کوي، چې د هېڅ شي په کیسه کې نه دی، دوی ځان ته په بهترين ډول بازي ورکوي.

۳- خوند نه ځنډوي

ټمبل انسانان تل هر څه فوراً غواړي، صبر نه لري، که اوس درس لري نو زړه یې کېږي فلم وګوري، فوراً درس پرېږدي او فلم ګوري، حال دا چې کولی شي دا فلم اوس ونه ګوري او وروسته له درس يا د اوونۍ په پای کې يې وګوري، خو دا فلم هم په آرام نشي کتلی، ځکه په مغزو کې يې يو غږ وي، چې پاڅه درس پاتې دی! دا د ژوند په ټولو چارو کې همداسې ده، ټمبل انسان خپل د خوند خواهش يا خپلې هيلې نشي ځنډولی ترڅو لوړو خوندونو او هيلو ته ورسېږي، بلکې څه یې چې په مخ کې دي فوراً ورباندې حمله کوي.

۴- په خيالونو کې ژوند کوي

ټمبل انسان د واقعي ژوند، کار روزګار څخه ځان په ډېر ښه ډول غړوي او يو خيالي نړۍ کې ډوبېږي يا په ساعتونو فلم ګوري يا فېسبوک کې اخته وي يا ګېمونه کوي. دلته ځان داسې کوي لکه ترياک یې چې وهلي وي، يانې د واقعیت په توپير کې نه وي، متوجه نه وي چې څه روان دي.

۵- په نورو تور لګوي

د دوی د ټمبلۍ، د ناراستۍ له وجې ورباندې راغلې ناخوښه پېښې هېڅکله نه مني، بلکې نور ملامتوي. د پلانکي له لاسه، دا ټول د هغه بيستانکي له لاسه، يا به خپل مور، پلار، ملګري، ښوونکي او هېواد ملامتوي او هېڅکله خپل ځان ته ګوته نه نیسي.

ژباړه: منيب الرحمان رحماني

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

د پاکستان شل اوریزو سیالیو اتلولي د خیبر پښتونخوا لوبډلې په خپل نوم کړه

د پاکستان د کورني کرکټ په چوکاټ کې د نېشل کپ شل اوریزو سیالیو اتلولي …