کورپاڼه / خپلواک / راشد خان د اسټراليا پر وړاندې لوبې لپاره د نوي بال رامنځته کولو هڅه کوي
راشد خان

راشد خان د اسټراليا پر وړاندې لوبې لپاره د نوي بال رامنځته کولو هڅه کوي

خپلواک وېبپاڼه (١٢ فبروري ٢٠٢٠): د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان په دې هڅه کې دى چې په تمريناتو کې يو نوى بال رامنځته کړي، تر څو د اسټراليا پر وړاندې په راتلونکې ټېسټ لوبه کې يې وکاروي.

نوموړى همدا راز وايي، چې دا بال په شل اوريزو لوبو کې نه کاروي، ځکه هغه په شل اوريزو لوبو کې په توپ اچونه کې پوره مهارت لري، خو چون ټېسټ لوبې له شل اوريزو لوبو سره ډېر بدلون لري، نو د نوي بال تمرينات د اسټراليا پر وړاندې د ټېسټ لوبې لپاره کوي.

راشد خان چې په اسټراليا کې د بيګ باش تجارتي ليګ کې ولوبېده او د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې لپاره يې تر ټولو زياتې ويکټې ترلاسه کړې، ويل کېږي په اسټراليا کې يې يو شمېر خېريه کارونه هم ترسره کړي دي چې د اسټراليايانو زړونه يې ګټلي.

راشد خان په اسټراليا کې تمرينات هم ترسره کړي دي، چې ويل کېږي په راتلونکي نړيوال شل اوريز جام او همدا راز د اسټراليا پر وړاندې په ټېسټ لوبه کې به خلک حېرانه کړي.

راشد خان چې په اسټراليا کې يې له يوې کرکټ رسنۍ سره خبرې کولې، وويل چې هڅه کوم په راتلونکو لوبو کې يو څه نوي په مېدان کې خلکو ته ښکاره کړم.

هغه وايي، چې په ټېسټ لوبو کې د شل اوريزو لوبو په پرتله توپوهونکي ډېر توپونه وهي او دا ډار ورسره نه وي چې توپونه کم دي، نو په توپوهونکو هم فشار نه وي، نو په دې هڅه کې دى چې د شل اوريزو لوبو په څېر په ټېسټ لوبو کې هم د خپلې توپ اچونې وړتيا خلکو ته ښکاره کړي.

هغه زياتوي، چې په راتلونکي اوړي کې به موږ په اسټراليا کې يو او زه به په يوه داسې برخه کې ښه څه وړاندې کړم چې ډېر کنټرول پرې ولرم او د شل اوريزو لوبو په څېر په ټېسټ لوبو کې هم ښه توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړم.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …