کورپاڼه / خپلواک / د افغانستان پر وړاندې لوبو لپاره ايرلېنډ د بيلبيرني په مشرۍ لوبډله اعلان کړه
ايرلېنډ او افغانستان

د افغانستان پر وړاندې لوبو لپاره ايرلېنډ د بيلبيرني په مشرۍ لوبډله اعلان کړه

خپلواک وېبپاڼه (١٣ فبروري ٢٠٢٠): د ايرلېنډ کرکټ بورډ د افغانستان سره په هند کې د ٣ شل اوريزو لوبو لړۍ لپاره د انډري بيلبيرني په مشرۍ خپله ١٤ کسيزه لوبډله اعلان کړه.

دغه سيالۍ چې د ايرلېنډ او افغانستان ترمنځ ترسره کېږي، د هند په ګريټر نويډا کې به د مارچ په ٦مه، ٨مه او ١٠مه نېټه ترسره شي.

د ايرلېنډ په ١٤ کسيزه لوبډله کې انډري بيلبيرني (لوبډلمشر)، ګېرېټ ډيلاني، جارج ډوکرېل، شېن ګېټ کېټ، جوش ليټل، بېري ميکارتي، کيوين اوبراين، بوايډ رېنکين، سيمي سينګ، پاول سټرلينګ، هېري ټيکټر، لورکن ټکر، ګېري ويلسن او کريک ينګ شامل دي.


د لوبډلې د اعلان پر مهال د ايرلېنډ د غوراوي کمېټې مشر انډريو وايټ وويل، چې راتلونکي شل اوريز نړيوال جام ته دوى پلان لري چې ډېرو لوبغاړو ته د لوبېدلو چانس ورکړي، تر څو دوى ځانونه ثابت کړي او په نړيوال جام کې بيا ښه ولوبېږي.

هغه وويل، چې د دوى مشر روزونکى ګراهام فورډ هم په دې هڅه کې دى چې د نړيوال جام لپاره يوه غوره لوبډله جوړه کړي.

دوى زياتوي، چې لوبډلې يې په وروستيو کې د ويسټ انډيز پر وړاندې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه او له لوبغاړو همدا هيله لري چې د افغانستان پر وړاندې هم ښه وځلېږي.

هغه وايي، چې موږ په دې باوري يو چې يوه ښه لوبډله مو جوړه کړې ده او دا وړتيا لري چې په دغه سياليو کې بريا خپله کړي.

د يادولو ده چې تر دې مخکې د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د ايرلېنډ پر وړاندې لړۍ لپاره ١٥ کسيزه لوبډله اعلان کړې ده، چې څو ورځې مخکې د تمريناتو لپاره هند ته هم رسېدلې ده.

په دغه ١٥ کسيزه سکواډ کې اصغر افغان (لوبډلمشر)، رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاځى، کريم جنت، نجيب الله ځدراڼ، ګلبدين نايب، راشد خان، نوين الحق، شاپور ځدراڼ، مجيب الرحمان، قېس احمد، عظمت الله عمرزى، سميع الله شينوارى او عثمان غني شامل دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …