کورپاڼه / د باچا خان بابا زرینې ویناوې
باچا خان بابا زرینې ویناوې

د باچا خان بابا زرینې ویناوې

خپلواک وېبپاڼه (۱۳ فبروري ۲۰۲۰): فخر افغان خان عبدالغفار خان ((باچا خان)) بابا د پښتنو او لر او بر افغانانو ملي مشر او لارښودونکی و. نوموړي څو لسیزې پرلپسې د پښتنو لپاره مبارزه وکړه، خپل څه کم نیمايي ژوند یې په زندان کې تېر کړ، خو له خپل هوډه تر اخېره تېر نه شو او د ژوند تر پایه یې د پښتنو لپاره مبارزه جاري وساتله.

باچا خان بابا د پښتنو د راويښولو، د هغوی پر پښو درولو او باسواده کولو لپاره نه ستړې کېدونکې او بېسارې هڅې وکړې. هغه نه یوازې دا چې پښتنو ته یې په خپل ژوند کې بېشمېره خدمتونه ترسره کړي دي او د هغوی د بیدارۍ لپاره یې هلې ځلې کړې دي، بلکې خپلې زرینې ویناوې یې اوس هم د پښتنو مشرانو او کشرانو د لارې مشالونه دي او خلک د نوموړي له وفات نه وروسته هم د هغه لاره جاري ساتي او ارمانونو ته یې کار کوي. دلته د دغه ستر انسان ځينې لنډې ویناوې درسره شریکوو، چې له بېلابېلو کتابونو نه مو راټولې کړې دي.

  • په نړۍ کې هیڅ قوم هم پرته له خپلې اصلي ژبې نه پرمختګ نشي کولای.

  • زه خدايي خدمتګار یم او د خدای له مخلوق نه کرکه کول ستره ګناه ګڼم.

  • خدای پاک د چا خدمت ته اړتیا نه لري، د خدای د مخلوق خدمت وکړئ، ځکه چې د خدای د مخلوق خدمت د خدای خدمت دی.

  • هر هغه کوم چې خلکو کې یې نفاق وي او ډلې پکې جوړې شوې وي، هغه قوم پرمختګ نشي کولای.

  • د هر چا عزت د هغه په لاس کې دی، که څوک خپل خواهشات او غوښتنې قابو کړي، نو تل به ارم، خوشحاله او عزتمند وي.

  • کوم قوم نه چې خپله ژبه ورکه شي، هغه قوم ورک شي او کوم قوم ته چې خپله ژبه سپکه شي، نو هغه قوم سپک او ذلیله شي.

  • ظالمان بهادران نه وي، ډېر بوزدله او بې ایمانه وي، بهادر سړی کله هم په چا ظلم نه کوي.

  • هغه څوک چې په زړه کې يې یو څه وي او وايي بل څه، په هغه خلک باور نه کوي.

  • که پښتون په اصلي بڼه پښتون شي، هيڅوک به ترې غلام جوړ نشي کړای.

  • انسان چې انسان وي، نو خورا ډېره همدردي پکې وي، خو چې انسانیت پکې ختم شي، نو بیا بې رحمه ځناور شي.

  • پښتون یو داسې قوم دی، چې په زور یې څوک خپلولی نشي، خو احسان باندې به یې ختما خپل کړي.

  • انقلاب سېلاب دی، ویښ قومونه ترې ګټه اخلي او ویده پکې نور هم تباه کېږي.

  • تل خپله ويل او نورو ته غوږ نه نیول، زموږ لوی کمی دی.

  • په خدمت کې اختلاف نه راځي، اختلاف له خودغرضۍ نه پیدا کېږي.

  • د بې عمله سړی دعا د خدای پاک په دربار کې نه قبلېږي.

  • د مور غېږ د انسان لومړنۍ او ارزښتمنه مدرسه ده.

Loading...

دا هم ولولئ

شرمندونکې ماشومان څنګه پخپل ځان باوري کړو؟

ویل کېږي چې په ځینو وختونو بعضې ماشومان ډېر شرمندونکي وي، چې بیا ورته ډېر …