کورپاڼه / خپلواک / د امريکې کرکټ لوبډلې په نړيوالو سياليو کې شرموونکى ريکارډ خپل کړ
د نېپال او امريکا کرکټ لوبډلې

د امريکې کرکټ لوبډلې په نړيوالو سياليو کې شرموونکى ريکارډ خپل کړ

خپلواک وېبپاڼه (١٣ فبروري ٢٠٢٠): د امريکې کرکټ لوبډله چې اوس مهال په نېپال کې ده او هلته د نېپال ملي لوبډلې سره لوبلړۍ ترسره کوي، په يوه ورځنۍ لوبه کې يې ټوله لوبډله په ٣٥ منډو وسوځېدله او په په يوه لوبه کې يې تر ټولو په کمو منډو د سوځېدو شرموونکى نړيوال ريکارډ په خپل نوم کړ.

د راپورونو په وېنا، د نېپال په پلازمېنه کټمنډو د نړيوال جام د ليګ لوبو کې کوربه لوبډلې نېپال د امريکا کرکټ لوبډله په ٥٠ اوريزه لوبو کې په ډېرو ولږو منډو وسوځوله، چې په دې سره د امريکې لوبډلې په کمو منډو د سوځېدو ريکارډ خپل کړ او له زمبابوې سره په دغه ريکارډ کې شريکه شوه.

د نړيوال جام په ليګ لوبو کې د نېپال ليګ سپينر سنديپ لميچانى يوازې د ١٦ منډو په بدل کې ٦ امريکايي لوبغاړي له مېدانه وويستل، همدا راز پاتې ٤ امريکايي لوبغاړي بيا بل سپينر توپ اچونکي سشان بهاري د ٥ منډو په بدل کې وسوځول.


د امريکايي لوبډلې د پيل توپوهونکي زاوير مارشل يوازينى توپوهونکى و چې ١٦ منډې يې وکړې او غبرګو هندسو ته يې ځان ورساوه، د امريکې لوبډلې په ١٢ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يوازې ٣٥ منډې وکړې.

په ځواب کې يې په خپل هېواد کې لومړنۍ نړيواله لوبلړۍ ترسره کوونکې لوبډلې نېپال ياد هدف د ٢ لوبغاړو په سوځېدو د شپږم اور په دويم توپ باندې پوره کړ.

د نېپال لوبډلې دواړه د پيل توپوهونکي په دويم اور کې وسوځېدل، خو تمل پټېل بيا پرلپسې په درې توپونو باندې څلوريزه، شپږيزه او ورپسې بله شپږيزه ووهله او د ٨ ويکټو په توپير يې خپله لوبډله بريا ته ورسوله.

د يادولو ده چې په نړيوالو لوبو کې د امريکا له لوبډلې مخکې دا ريکارډ د زمبابوې لوبډلې سره و، چې په ٢٠٠٤ کال کې يې د سريلانکا پر وړاندې په هرارى کې په ١٨ اورونو کې يوازې ٣٥ منډې کړې وې، چې اوس ورسره په دغه نړيوال ريکارډ کې د امريکا کرکټ لوبډله هم شامله شوه.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …