کورپاڼه / خپلواک / پخواني اسټراليايي لوبغاړي مايکل کلارک خپله ښځه پرېښوده
مايکل کلارک او مېرمن يې ١

پخواني اسټراليايي لوبغاړي مايکل کلارک خپله ښځه پرېښوده

خپلواک وېبپاڼه (١٣ فبروري ٢٠٢٠): د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او مډل ارډر توپوهونکي مايکل کلارک خپله ښځه پرېښوده او د دواړو ترمنځ طلاق وشو.

د رسنيو د راپورونو په وېنا، د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلې پخواني توپوهونکي مايکل کلارک په ٢٠١٢ کال کې د کيلى لي سره واده کړى و او دواړه يوه لور هم لري، چې څلور کاله عمر لري او کيلسى کلارک نومېږي.

د اسټراليايي رسنيو د راپورونو په وېنا، مايکل کلارک له تېرو څو مياشتو راهيسې له خپلې ښځې بيل شوى و او دواړه بيل بيل اوسېدل، خو دواړو د طلاق په اړه څه نه و ويلي، چې اوسو يې دا خبره تاييد کړه چې دواړه بيل شوي او ترمنځ يې طلاق شوى دى.

د دواړو ترمنځ د ٤ کلنې لور کيلسى کلارک د پالنې په اړه تړون شوى دى او محکمې ته د تګ اړتيا نه ده پېښه شوې.

مايکل کلارک او مېرمن يې

د (دي اسټراليا) د راپور په وېنا، د دواړو ترمنځ د طلاق يا بېلتون تړون په ٤٠ ميليونه ډالرو شوى دى.

دواړو په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې د دومره کلونو يو ځاى اوسېدو نه وروسته له يو بله د بيلېدو پرېکړه ډېره ګرانه ده، خو موږ دواړه د يو بل درناوى کوو او په همدې لړ کې مو پرېکړه وکړه چې له يو بله بيل شو او د خپلې لور پالنه وکړو.

٣٨ کلن مايکل کلارک د اسټراليا ملي لوبډلې لپاره ١١٥ ټېسټ، ٢٤٥ يو ورځنۍ او ٣٤ شل اوريزې لوبې ترسره کړي دي.

نوموړي په ټېسټ سياليو کې د ٤٩.١٠ په اوسط ٨٦٤٣ منډې ترلاسه کړې دي، چې په يوه پاڼۍ کې زياتې منډې يې ٣٢٩ ناسوځېدلې منډې دي. همدا راز په يو ورځنيو لوبو کې نوموړي د ٤٤.٥٨ په اوسط ٧٩٨١ منډې ترلاسه کړي دي او په يوه لوبه کې يې ١٣٠ زياتې منډې هم کړي دي.

په شل اوريزو لوبو کې بيا نوموړي د ٢١.٢١ په اوسط ٤٨٨ منډې کړي او ١٠٣.١٧ يې سټرايک رېټ و.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …