خپلواک وېبپاڼه (١٤ فبروري ٢٠٢٠): د سويلي افريقا کرکټ بورډ له پاکستان سره د ٣ شل اوريزو لوبو لړۍ، چې دواړو هېوادونو غوښتل د پاکستان په غوښتنه په پاکستان کې په مارچ کې ترسره شي، لغوه شوې.
د سويلي افريقا کرکټ بورډ په پاکستان کې له پاکستانۍ لوبډلۍ سره دغه سيالۍ لغوه کړي دي.
تر دې مخکې ويل شوي و، چې د پاکستان سوپر ليګ پر مهال به د سويلي افريقا کرکټ بورډ له لوري د امنيت کتلو لپاره يو ټيم هم راولېږل شي او هغوى به په پاکستان کې له امنيتي تدابيرو څخه څارنه وکړي.
خو اوس تازه د سويلي افريقا کرکټ بورډ وايي، چې دوى د مارچ په مياشت کې له پاکستان سره په پاکستان کې د ٣ شل اوريزو لوبو لړۍ نه شي ترسره کولاى.
د سويلي افريقا کرکټ بورډ د لوبو د نه کولو لامل دا ښکاره کړى دى، چې د هغوى پر لوبغاړو کار ډېر دى او نه غواړي په خپلو لوبغاړو لا فشار ډېر کړي.
د سويلي افريقا کرکټ بورډ مسوولين وايي، چې دوى په راتلونکې مياشت کې له هند سره هم لوبلړۍ لري، همدا راز د هند تجارتي ليګ هم پيلېږي، چې په هغه ليګ کې د دوى لوبغاړي لوبېږي او له مخکې څخه يې قراردادونه کړي دي، نو له دې لامله دوى نه شي کولاى چې خپله لوبډله پاکستان ته د لوبو لپاره ولېږي.
د سويلي افريقا کرکټ بورډ همدا راز زياتوي، چې له پاکستان سره د ٣ شل اوريزو لوبو لړۍ د پاکستان لوبډلې په غوښتنه جوړه شوې وه، خو اوس يې ترسره کېدل ممکن نه دي.
همدا راز دوى وايي، چې د دواړو هېوادونو کرکټ بورډونه به په راتلونکي کې په دې اړه بيا خبرې وکړي او وه به ګوري چې کله کولاى شي د دوى ترمنځ د شل اوريزو لوبو لړۍ ترسره کړي.