کورپاڼه / خپلواک / ايا رښتيا هم حميد حسن غواړي چې نړيوال شل اوريز جام کې ولوبېږي؟
حميد حسن

ايا رښتيا هم حميد حسن غواړي چې نړيوال شل اوريز جام کې ولوبېږي؟

خپلواک وېبپاڼه (١٤ فبروري ٢٠٢٠): د افغانستان فاسټ بالر يا چټک توپ اچونکى حميد حسن غواړي چې په راتلونکي نړيوال شل اوريز جام کې ولوبېږي.

له تېرو دوه ورځو راهيسې دا خبرونه په ټولنيزو رسنيو کې ډېر لاس په لاس کېږي، چې حميد حسن يو ځل بيا ويلي دي، چې هغه غواړي په راتلونکي نړيوال شل اوريز جام کې ګډون وکړي.

د دغه خبرونو له مخې، ويل کېږي چې حميد حسن د نړيوالو شل اوريزو سياليو لپاره بشپړ چمتووالى نيولى دى او همدا راز روغتيا يې هم سمه ده، چې شل اوريز نړيوال جام کې د لوبېدو ډاډ يې څرګند کړى دى او وايي چې د دغه سياليو لپاره بشپړ چمتو دى.

له دغه خبرونو خپرېدو وروسته په ټولنيزو رسنيو کې پر حميد حسن سختې نيوکې پيل شوې او تر ډېره خلکو وويل، چې د ٢٠١٩ نړيوال جام کې هم حميد حسن افغان لوبډله په ډېرو لوبو کې له ماتې سره مخ کړه او يو ځل بيا غواړي چې ورته کار وکړي.

حميد حسن چې د ټپونو له لامله تر ډېره وخته پورې له ملي لوبډلې بهر ناست و، د ٢٠١٩ کال نړيوال جام ته په نږدې وخت کې يې تمريناتو باندې پيل وکړ او له ملي لوبډلې سره يو ځاى شو.

هغه په ٢٠١٩ نړيوال جام کې په ټولو لوبو کې ګډون ونه کړ او په ځينو لوبو کې بيا په نيمايي کې له لوبې بهر شو، هغه خپله وروستۍ لوبه د پاکستان پر وړاندې ترسره کړه او د څو اورونو ترسره کولو وروسته د ټپونو له لامله له لوبې کېناست.

په ٢٠١٩ نړيوال جام کې افغان لوبډلې ٩ لوبې ترسره کړې، خو په هېڅ لوبه کې يې بريا خپله نه کړه.

له پاکستان سره تر لوبې وروسته حميد حسن اعلان وکړ، چې هغه به نور په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ګډون ونه کړي او له لوبو يې استعفا ورکړه.

خو نوموړي همدا راز دا هم وويل، چې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې به هغه د افغانستان استازولي کوي.

که څه هم نوموړى له نړيوال جام وروسته په ملي لوبډله کې نه دى لوبېدلى، چې افغانستان په دې وخت کې له بنګله دېش، زمبابوې او همدا راز له ويسټ انډيز سره لوبې ترسره کړې، خو حميد حسن په دغه لوبو کې نه و او نه هم د راتلونکې مياشت په لوبو کې شته، چې افغانستان يې له ايرلېنډ سره په مارچ مياشت کې ترسره کوي.

خو بيا هم حميد حسن له شل اوريزو نړيوالو لوبو څخه استعفا نه ده ورکړې او داسې ښکاري چې هغه په رښتيا هم يو ځل بيا په دې هڅه کې شي، چې په راتلونکي نړيوال شل اوريز جام کې ګډون وکړي.

که موږ هڅه وکړه چې د حميد حسن نظر هم په دې اړه واخلو، خو په دې ونه توانېدو چې د حميد حسن يا هم د افغانستان کرکټ بورډ نظر په دغه اړه راواخلو، که بيا مو هم د حميد حسن نظر ترلاسه کړ، نو له تاسې سره به يې شريک کړو.

خو په ټولنيزو رسنيو کې د خلکو له غبرګون ښکاره کېږي، که حميد حسن يو ځل بيا وغواړي چې له ملي لوبډلې سره يو ځاى شي او يا هم په نړيوال شل اوريز جام کې ولوبېږي، نو خلک يې په لوبېدو خوښ نه دي او له سخت غبرګون سره به مخ شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …