کورپاڼه / خپلواک / د شاهد اپريدي پنځمه لور زېږېدلې
شاهد اپريدى

د شاهد اپريدي پنځمه لور زېږېدلې

خپلواک وېبپاڼه (١٥ فبروري ٢٠٢٠): د پاکستان ملي لوبډلې پخوانى چټک لوبغاړى او الراونډر شاهد اپريدي په کور کې نوې ماشومه زېږېدلې ده.

شاهد اپريدي چې تر دې مخکې يې هم څلور لوڼه درلودې، پنځمه لور يې زېږېدلې ده، چې هغه يې په اړه په ټويټر کې پوسټ هم کړى دى او د خپلې نوې زېږېدلې لور انځور يې هم خپور کړى دى.

شاهد اپريدي ليکي، چې د خداى پاک ډېر شکر دى چې پنځمه لور مې هم وزېږېدله، الحمدالله، زه دا د خوشحالۍ خبر له خپلو ټولو مينه والو سره شريکوم.

شاهد اپريدي چې له خپلې يوې نږدې خپلوانې ناديه اپريدي سره يې واده کړى دى، د هغه د لوڼو اقصا، انشا، عجوا او اسمارا نومونه دي.

همدا راز نوموړي چې کوم انځور خپور کړى دى، په هغه انځور کې ورسره خپله نوې زېږېدلې ماشومه په غېږ کې ده او همدا راز نور څلور واړه لوڼه يې هم ورسره په انځور کې ولاړې دي.


شاهد اپريدى چې يو مهال د پاکستان ملي لوبډلې د ملا تير و، تر ډېره يې چټکه توپوهنه کوله او هندۍ لوبډلې ته يې د خپل عروج پر مهال ډېرې ماتې ورکړې وې، ځکه شاهد اپريدي دا وړتيا لرله چې په ډېر لږ وخت کې به يې لوبې ته تغير ورکاوه.

٣٩ کلن شاهد اپريدى چې په وروستيو کې تر ډېره په صفر سوځېده، د خلکو له سختو نيوکو سره مخ شوى و، چې بيا يې له نړيوال کرکټ سره مخه ښه وکړه.

نوموړى د پاکستان لپاره په ٢٧ ټېسټ سياليو، ٣٩٨ يو ورځنيو سياليو او ٩٩ شل اوريزو سياليو کې لوبېدلى دى.

په ټېسټ سياليو کې نوموړي د ٣٦.٥١ په اوسط ١٧١٦، په يو ورځنيو سياليو کې د ٢٣.٥٧ په اوسط ٨٠٦٤ او په شل اوريزو کې د ١٧.٩٢ په اوسط ١٤١٦ منډې ترلاسه کړي دي.

همدا راز نوموړي په ټېسټ سياليو کې ٤٨، يو ورځنيو کې ٣٩٥ او شل اوريزو کې ٩٨ ويکټې هم ترلاسه کړې دي.

هغه تر ډېره پورې د شپږيزو وهلو مهارت درلود، چې ستر ريکارډونه يې پکې جوړ کړل.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …