کورپاڼه / خپلواک / د خپلواکۍ په وياړ کابل کې شل اوريزه لوبه ترسره کېږي
افغان ځوانان او افغان اتلان

د خپلواکۍ په وياړ کابل کې شل اوريزه لوبه ترسره کېږي

د خپلواکۍ بېرته اخيستو د ۱۰۰مې کاليزې په وياړ د کابل په لوبغالي کې شل اوريزه لوبه ترسره کېږي، چې پکې د افغانستان ملي لوبغاړي هم لوبېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو څانګې د خبر تر مخه، دغه شل اوريزه لوبه د خپلواکۍ په ورځ په کابل لوبغالي کې ترسره کېږي، چې د افغان ځوانان او افغان اتلان په نومونو د دوه لوبډلو ترمنځ به ترسره شي.

افغانستان کرکټ بورډ چې په خپله رسمي فېسبوکپاڼه په دې اړه خبر خپور کړی، د هغې له مخې د افغان ځوانانو لوبډلې لوبډلمشر به ګلبدین نایب او د افغان اتلانو لوبډلې لوبډلمشر به د ملي لوبډلې اوسنی لوبډلمشر راشد خان وي.

ويل کېږي چې په دغه لوبه کې د ګلبدین نایب او راشد خان تر څنګ نور د ملي لوبډلې لوبغاړي هم لوبېږي، چې د خپلواکۍ په ورځ به هېوادوال خپل اتلان له نږدې څخه د کابل په لوبغالي کې وويني.

ياده لوبه چې د زمري په ۲۸مه نېټه ترسره کېږي، سهار ۹ بجې به پيل شي.

د يادونې وړ ده چې د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو سلمه کاليزه په ټول هېواد کې په پراخه کچه نمانځل کېږي. د دغه ورځې نمانځلو لپاره ټول کابل ته ښکلا ورکړل شوې ده، چې نه يوازې په ملي بېرغونو پوښل شوی دی، بلکې د شپې پر مهال سرکونه هم په رڼاګانو ښايسته شوي دي.

همدا راز په ولايتونو کې هم په دولتي او ولسي کچه د خپلواکۍ د سلمې کاليزې نمانځلو لپاره پراخې غونډې نيول شوي دي او په لومړي ځل په دومره لويه کچه د خپلواکۍ ورځ نمانځلی کېږي.

همدا راز د يادونې وړ دا هم ده چې دا ځل به په ننګرهار ولايت کې د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په وياړ تر ټولو ستر بېرغ هم پورته شي، چې په افغانستان کې په لومړي ځل دومره ستر بېرغ جوړ شوی دی.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …