کورپاڼه / خپلواک / د افغانستان ملي لوبډلې روزونکى د پاکستان سوپر ليګ کې کمنټري کوي
ايچ ډي اکرمن

د افغانستان ملي لوبډلې روزونکى د پاکستان سوپر ليګ کې کمنټري کوي

خپلواک وېبپاڼه (١٥ فبروري ٢٠٢٠): د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان ملي لوبډلې لپاره د جنورۍ په ٢٨مه نېټه ايچ ډي اکرمن د توپوهنې روزنکي په توګه ټاکلى و، چې نوموړى به اوس د پاکستان سوپر ليګ کې کمنټري کوي.

ايچ ډي اکرمن د سويلي افريقا ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى دى او همدا راز کمنټېټر هم دى، چې تېره مياشت کې د افغانستان ملي لوبدلې د توپوهنې روزونکى ټاکل شوى دى.


خو په پاکستان کې د پاکستان سوپر ليګ چې د فبرورۍ په ٢٠مه نېټه پيلېږي، د افغانستان د ملي لوبډلې د توپوهونکې روزونکى ايچ ډي اکرمن به پکې د لوبو پر مهال کمنټري کوي.

د پاکستان سوپر ليګ له رسمي ټويټر پاڼې څخه د دغه سياليو لپاره د کمنټريټرانو نومونه خپاره شوي دي، چې په هغوى کې ډېني موريسون، مچل سلاټر، الان ويلکينس، رميز راجا، مارک باوچر، وقار يونس، ډرک ننيس، عروج ممتاز، کاس نايډو، جونټي روډيز، ايچ ډي اکرمن، ډومينيک کورک، بازيد خان، زېنب عباس، ايرين هالېنډ او فخر عالم نومونه شامل دي.


دا لومړى ځل دى چې ايچ ډي اکرمن د پاکستان سوپر ليګ سياليو لپاره د کمنټېټر په حېث اخيستل شوى دى، هغه تر دې مخکې د پاکستان دغه تجارتي ليګ کې کله کمنټري نه ده کړې.

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري بيا په دې اړه څه نه دي ويل شوي، چې ايچ ډي اکرمن په هند کې د افغانستان ملي لوبډلې په تمريناتي کمپ کې شتون لري او که نه او يا دا چې د پاکستان سوپر ليګ سيالۍ په ٢٠ فبروري پيلېږي، خو په هند کې د افغانستان او ايرلېنډ لوبې د مارچ په ٦مه نېټه پيلېږي، نو ايا ايچ ډي اکرمن به په هند کې له افغان لوبډلې سره وي او که په پاکستان کې به د پاکستان سوپر ليګ په لوبو کې کمنټري کوي؟

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …