کورپاڼه / د لېمو پوستکي مه غورځوئ، بې شمېره ګټې لري
لېمو

د لېمو پوستکي مه غورځوئ، بې شمېره ګټې لري

خپلواک وېبپاڼه (۱۵ فبروري ۲۰۲۰): د لېمو پوستکي هر څوک لرې غورځوي او بې ګټې شی یې ګڼي، خو که چېرته څوک د لېمو د پوستکي له ګټو خبر شي، نو هیڅکله به يې هم لرې ونه غورځوي او لازمه ګټه به ترې واخلي.

د لېمو له پوستکو نه کولای شئ د بېلابېلو خواړو د ذایقې په جوړولو کې کار واخلئ او نه یوازې د ځان لپاره، بلکې د ټولې کورنۍ د غړو د روغتیا لپاره ترې اړینه ګټه واخلئ او ځان له ځینو ناروغیو وژغورئ. دا چې لېمو او نور مرکبونه خوندور تروش خوند لري، نرم او غوړ پوستکی لري، چې کولای شئ په بېلابېلو خواړو لکه د کېک، خواږو او د چای او نورو کې ترې ګټه واخلئ.

په چای کې د لېمو د پوستکي کارول

تاسو کولای شئ د لېمو پوستکي وچ کړئ او په چایو کې ترې ګټه واخلئ. کولای شئ د لېمو پوستکي لمر ته کېږدئ، چې په لنډه موده کې وچ شي، دغه وچ پوستکي چې بیا هر وخت چې مو زړه و، په چایو کې ګډ کړئ او د چایو ذایقه پرې برابره کړئ.

د لېمو پوستکي غاښونه سپینوي

د لېمو د پوستکو داخلي برخه کولای شئ په خپلو غاښونو وموږئ، تر څو غاښونه مې پاک او تک سپین شي.

د لېمو پوستکي د نوکانو خیري پاکوي

که چېرته په چټکۍ سره غواړئ، چې نوکان مو تک سپین او صفا شي نو کولای شئ لېمو په نوکانو وموږئ او په لنډه موده کې خپل نوکان پاک سوتره کړئ.

د لېمو د پوستکي ستاسو ویښتانو ته ځلا ورکوي

کړای شئ چې له لېمو نه د خپلو ویښتانو د صفايۍ او د خړ والي لرې کولو لپاره ګټه واخلئ.

د لېمو پوستکي د مخ ګونځې ورکوي

که چېرته د لېمو پوستکی په خپل مخ باندې د څو دقیقو لپاره کېږدئ او یا یې په مخ باندې وموږئ، نو مخ به مو روښانه شي او د مخ پوستکی به مو تازه والی پیدا کړي. دغه راز دغه کار سره کېدای شي، چې ستاسو د مخ ګونځې هم ورکې شي او د مخ  پوستکی مو ځوان پاتې شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز د مس عينک لوبډله اتلولۍ ته ورسوله

د غازي امان الله خان جام يو ورځنيو ولايتي سياليو په پايلوبه کې رحمان الله …