کورپاڼه / خپلواک / راشد خان د شاهد اپريدي لور ته نوم خوښ کړى
راشد خان او شاهد اپريدي

راشد خان د شاهد اپريدي لور ته نوم خوښ کړى

خپلواک وېبپاڼه (١٥ فبروري ٢٠٢٠): د افغانستان ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي راشد خان د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي شاهد خان اپريدي نوې زېږېدلې لور ته نوم خوښ کړى دى.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او تجربه لرونکى الراونډر شاهد اپريدي، چې يو مهال د پاکستان ملي لوبډلې د ملا تير و او ډېره چټکه توپوهنه به يې کوله، پنځمه لور يې زېږېدلې ده.


شاهد اپريدي نن په خپل ټويټر باندې يو انځور خپور کړى و، چې په هغه انځور کې ورسره يوه کوچنۍ ماشومه په غېږ کې وه او همدا راز نورې څلور لوڼه يې هم ورسره په انځور کې وې.

شاهد اپريدي دغه انځور ته ليکلي و، چې پنځمه لور يې زېږېدلې ده او هغه پرې د خداى پاک شکر ادا کوي.

خو له هغه څه وخت وروسته بيا شاهد اپريدي په ټويټر باندې يو بل ټويټ وکړ، چې زما د څلورو لوڼو نومونه د (A) نه پيلېږي، نو د پنځمې لور لپاره مې هم د (A) نه نومونه وړانديز کړئ، هر نوم چې زما خوښ شو، هغه کس ته به بيا ډالۍ هم ورکوم.


په دې لړ کې نورو ډېرو خلکو هم د شاهد اپريدي د نوې زېږېدلې لور لپاره نومونه غوره کړل، نو په همدې وخت کې افغان لوبغاړي راشد خان هم د شاهد اپريدي لور ته نوم خوښ کړ.

راشد خان د شاهد اپريدي ياد ټويټ ته په ځواب کې وليکل چې (آفرين) نوم پرې کېږده، معنا يې هم زړور يا زړوره ده.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …