کورپاڼه / خپلواک / انګلستان په دريمه لوبه او لوبلړۍ کې سويلي افريقا ته ماتې ورکړه
انګلستان کرکټ لوبډله

انګلستان په دريمه لوبه او لوبلړۍ کې سويلي افريقا ته ماتې ورکړه

خپلواک وېبپاڼه (١٦ فبروري ٢٠٢٠): د انګلستان او سويلي افريقا ترمنځ دريمه شل اوريزه لوبه ډېره په زړه پورې ترسره شوه، چې انګلستان د سويلي افريقا له لوري ورکړل شوى هدف د ١٩م اور په ٥م توپ پوره کړ او د دريمې لوبې له بريا سره يې لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.

دغه لوبه چې د سويلي افريقا په سينټرون کې ترسره شوه، د لوبې په پيل کې سويلي افريقا پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

سويلي افريقا په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ٢٢٢ منډې وکړې، چې له ډلې يې هينريچ کلاسين ٦٦، ټيمبا بوواما ٤٩، کوانټين ډي کوک ٣٥ او ډيويډ ملر هم ٣٥ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د انګلستان له لوري ټام کران او بين سټوکس ٢-٢، مارک ووډ او عادل رشيد ١-١ ويکټ ترلاسه کړې.

د ٢٢٣ منډو هدف د انګلستان لوبډلې په ١٩.١ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په لوبه کې يې د ٥ ويکټو په توپير بريا خپله کړه. د دوى له ډلې جوني بيريسټو ٦٤، جاس بټلر ٥٧، ايون مورګن ٥٧ ناسوځېدلې او بين سټوکس ٢٢ منډې وکړې.

د سويلي افريقا له لوري لونګي نګيډي ٢، انډيلي پيلکواو، تبرېز شمسي او ډواين پريټوريوس ١-١ ويکټ واخيسته.

د نننۍ لوبې په بريا سره انګلستان د ٣ شل اوريزو لوبو په لړۍ کې د ٢-١ سره د سويلي افريقا لوبډلې ته په لوبلړۍ کې هم ماتې ورکړه او دغه لوبلړۍ يې په خپل نوم کړه.

په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې سويلي افريقا د ١ منډې په توپير او په دويمه شل اوريزه لوبه کې انګلستان د ٢ منډو په توپير بريا خپله کړې وه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ايون مورګن ته ورکړل شوه، چې نن يې خپله لوبډله بريا ته ورسوله، همدا راز د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه هم ايون مورګن ترلاسه کړه، چې په درې واړه لوبو کې ښه لوبېدلى و.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …