کورپاڼه / خپلواک / مارک باوچر: که ډيويليرز په ښه فارم کې و، کولاى شي نړيوال جام کې ګډون وکړي
اې بي ډيويليرز

مارک باوچر: که ډيويليرز په ښه فارم کې و، کولاى شي نړيوال جام کې ګډون وکړي

خپلواک وېبپاڼه (١٧ فبروري ٢٠٢٠): د سويلي افريقا کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکى مارک باوچر وايي، که اې بي ډيويليز په ښه فارم کې و او کولاى يې شول چې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړي، نو هغه به وکولاى شي چې په راتلونکي نړيوال شل اوريز جام کې ګډون وکړي.

د سويلي افريقا لوبډلې دغه مخکښ توپوهونکي اې بي ډيويليرز د ٢٠١٨ کال د مۍ په مياشت کې له نړيوال کرکټ سره مخه ښه وکړه او استعفا يې ورکړه.

له هغه وروسته نړيوال کرکټ د نوموړي د بېرته راتګ په اړه خبرې کېږي، په ځانګړې توګه تېر کال د ٢٠١٩ نړيوال پنځوس اوريز جام نه مخکې اې بي ډيويليرز په خپله دا خبره وکړه، چې هغه غواړي په ٢٠١٩ نړيوال جام کې ګډون وکړي، خو د سويلي افريقا کرکټ بورډ مسوولينو ورسره دا خبره ونه منله.

له هغه وروسته بيا د ٢٠٢٠ کال نړيوال شل اوريز جام کې د اې بي ډيويليرز د لوبېدو په اړه خبرې پيل شوې، چې په دې اړه د سويلي افريقا لوبډلې لوبډلمشر فاف ډوپليسي هم په يوه مرکه کې وويل، چې ښايي ډيويليرز په نړيوال شل اوريز جام کې ګډون وکړي.

ډيويليرز چې د اسټراليا په بيګ باش تجارتي ليګ کې هم ولوبېده، هلته يې هم ښکاره کړه چې هغه وړتيا لري چې په شل اوريزو لوبو کې ښه توپوهنه ترسره کړي او خپله لوبډله بريا ته ورسوي.

د سويلي افريقا کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي مارک باوچر په يوه مرکه کې وويل، چې دا د هغه مسووليت دى چې نړيوال شل اوريز جام ته يوه غوره لوبډله جوړه کړي او داسې لوبغاړي ورته انتخاب کړي، چې هغه نړيوال جام ته لاړ شي، ښې لوبې وکړي او په دغه جام کې سويلي افريقا لوبډله اتلولۍ ته ورسوي.

نوموړي همدا راز د ډيويليرز په اړه وويل، چې که هغه په ښه فارم کې و، نو کولاى شي چې په نړيوال شل اوريز جام کې ولوبېږي، خو د دې لپاره به هغه ځان ثابتوي او که يې ځان ثابت کړ، نو موږ به يې هم په لوبډله کې شامل کړو.

نوموړي همدا راز وويل، چې موږ له هيچا سره هيڅ مشکل نه لرو، زموږ ټول پام دې ته دى، چې نړيوال شل اوريز جام ته غوره لوبغاړي ولېږو، تر څو دغه جام کور ته راوړي.

د يادولو ده چې سږکال نړيوال شل اوريز جام د اکتوبر له ١٨مې تر نومبر ١٥مې پورې په اسټراليا کې ترسره کېږي، چې د افغانستان په ګډون ١٦ لوبډلې پکې برخه اخلي.

دا هم ولولئ

نوی کال ۲۰۲۱ مو مبارک او بختور شه

۲۰۲۰ کال نور د تاریخ برخه شو او نوی کال ۲۰۲۱ پیل شو، چې د …