کورپاڼه / خپلواک / د ښځو نړيوال شل اوريز جام د فبرورۍ په ٢١مه پيلېږي
ښځو نړيوال شل اوريز جام

د ښځو نړيوال شل اوريز جام د فبرورۍ په ٢١مه پيلېږي

خپلواک وېبپاڼه (١٧ فبروري ٢٠٢٠): د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي د ښځينه نړيوال شل اوريز جام د فبرورۍ په ٢١مه پيلېږي چې د مارچ تر ٨مې نېټې پورې به دوام وکړي.

دغه نړيوال جام چې په اسټراليا کې ترسره کېږي، ١٠ لوبډلې پکې ګډون لري او د پايلوبې په ګډون به پکې ټولې ٢٣ لوبې ترسره شي، افغانستان په دغه نړيوال جام کې نشته، ځکه چې افغانستان د ښځو ملي لوبډله نه لري.

په ٢٠١٨ کال کې د ښځو نړيوال شل اوريز جام په ويسټ انډيز کې ترسره شوى و، چې اسټراليا پکې اتلولي خپله کړې وه، اسټراليا ٤ ځلې د ښځو نړيوال شل اوريز جام په خپل نوم کړى دى.

دې نړيوال جام ته اسټراليا، انګلستان، هند، نيوزيلېنډ، پاکستان، سويلي افريقا، سريلانکا او ويسټ انډيز نېغ په نېغه لار پېدا کړې ده او بنګله دېش او تايلېنډ ورته به د کواليفايي لوبو نه تللې دي.

ټولې لوبډلې په دوه ګروپونو کې وېشل شوي دي، چې په اې ګروپ کې اسټراليا، هند، نيوزيلېنډ، سريلانکا او بنګله دېش لوبډلې لوبېږي او په بي ګروپ کې بيا انګلستان، سويلي افريقا، ويسټ انډيز، پاکستان او تايلېنډ لوبډلې لوبېږي.

د لوبو مهالوېش:

٢١ فبروري: اسټراليا د هند پر وړاندې، سډني

٢٢ فبروري: ويسټ انډيز د تايلېنډ پر وړاندې، نيوزيلېنډ د سريلانکا پر وړاندې، پرت

٢٤ فبروري: انګلستان د سويلي افريقا پر وړاندې، پرت

٢٤ فبروري: اسټراليا د سريلانکا پر وړاندې، هند د بنګله دېش پر وړاندې، پرت

٢٦ فبروري: انګلستان د تايلېنډ پر وړاندې، ويسټ انډيز د پاکستان پر وړاندې، کانبرا

٢٧ فبروري: هند د نيوزيلېنډ پر وړاندې، ميلبورن، اسټراليا د بنګله دېش پر وړاندې، کانبرا

٢٨ فبروري: سويلي افريقا د تايلېنډ پر وړاندې، انګلستان د پاکستان پر وړاندې، کانبرا

٢٩ فبروري: نيوزيلېنډ د بنګله دېش پر وړاندې، هند د سريلانکا پر وړاندې، ميلبورن

١ مارچ: سويلي افريقا د پاکستان پر وړاندې، انګلستان د ويسټ انډيز پر وړاندې، سډني

٢ مارچ: سريلانکا د بنګله دېش پر وړاندې، اسټراليا د نيوزيلېنډ پر وړاندې، ميلبورن

٣ مارچ: پاکستان د تايلېنډ پر وړاندې، ويسټ انډيز د سويلي افريقا پر وړاندې، سډني

٥ مارچ: لومړى سيمي فاينل، دويم سيمي فاينل، سډني

٨ مارچ: پايلوبه، ميلبورن

د لوبډلو نوملړ:

اسټراليا:

ميګ لانينګ (لوبډلمشره)، راچيل هاينيس، اشليګ ګارډنر، ډيليسا کيمينس، ايليس پېري، ايرين بورنز، انابيل سودرلېنډ، نيکولا کېري، اليسا هېلي، بيت موني، جيس جوناسين، سوفي مولينوکس، ميګن شوت، ټايلا لېمينک او جارجيا وريهام.

نيوزيلېنډ:

لاريون ډان، مېډي ګرين، کېټي پيرکينس، سوفي ډيواين (لوبډلمشره)، سوزي باټس، روزمېري ماير، هېلي جېنسين، ليغ کاسپيريک، کېټي مارټن، راچيل پريسټ، هولي هډليسټون، اميلا کير، جېس کير، انا پيټرسن او ليا تاهوهو.

هند:

سمريتي مندانا، شفالي ورما، جميمه روډريګوز، ويدا کرشنامورتي، رچا ګوش، هرمنپريت کور (لوبډلمشره)، هرلين ديول، ديپتي شرما، شيکا پانډى، پوجا وستراکار، تانيا باټيا، پونم يادو، رادا يادو، اروندتي رېډي او راجيشوري ګايکاوړ.

سريلانکا:

چماري اتاپتو (لوبډلمشره)، هرشيتا ماداوي، اوميش تيماشيني، نيلاکشي دي سلوا، حسيني پيريرا، ششي کلا سري وردني، اوديشيکا پرابوداني، ساتيا سنديپاني، انوشکا سنجيواني، ديلاني منودرا، هنسيما کرونارتنى، اما کنچنا، کاويشا ديلهاري، اچيني کولاسوريا او سوګانديکا کماري.

انګلستان:

فران ويلسون، ډينيل وياټ، هيدر نايټ (لوبډلمشره)، کترين برنټ، جارجيا ايلويس، نتالي سکيوير، مېډي ويليرز، ټامي بيومونټ، امي ايلين جونز، لارين وينفيلډ، کېټ کروس، فريا ډاويس، سوفي اکليسټون، سارا ګلين او انيا شروبسول.

ويسټ انډيز:

بريټني کوپير، چيري انا فراسر، شينيتا ګريمونډ، سټافېن ټېلر (لوبډلمشره)، ديندرا ډوټين، چينيلي هينري، هالي ميتيوز، انيسا محمد، شيمېن کمپبيلا، چيډين نېشن، الياه الين، شميليا کونيل، افي فليچر، لي انا کربي او شکيرا سلمان.

سويلي افريقا:

لارا وولوارډ، ډان وان نيکريک (لوبډلمشر)، نادين ډي کلرک، نوندومسو شنګاسى، مريزان کاپ، سون لوس، چلو ټرون، ليزلي لي، ميګنون ډو پريز، تريشا چيټي، شبنم اسماعيل، ايوبونګا خاکا، مسباتا کلاس، ټومي سخوخوني او نونکولوليکو لابا.

پاکستان:

عاليه رياض، ارم جاوېد، جوېريه خان، منيبه علي، بسمه معروف (لوبډلمشره)، انم امين، ندا ډار، عمېمه سهېل، صدرا نواز، ډيانا بېګ، فاطمه ثنا، ساديه اقبال، سعيده عروب شاه، عايشه نسيم او ايمان انور.

بنګله دېش:

مرشده خاتون، عايشه رحمان، سنجيده اسلام، فارګانه حق، رومانه احمد، سوبهانا موستري، شميمه سلطانه، نګار سلطانه، سلمه خاتون (لوبډلمشره)، جهان ارا عالم، خديجه تل کبرا، پانه ګوش، ناهده اختر، فهيمه خاتون او ريتو موني.

تايلېنډ:

سورنارين تيپوچ (لوبډلمشره)، ناريمول چاى واى، روسينان کانوح، تيپاچه پوټاونګ، ناټاکن چانټم، ونګپاکا لينګپرسرټ، پانيټا مايا، چانديا سوتيرونګ، ننپټ کونچارونکي، سوونان خيوټو، ناټيا بوچاتم، رتن پورن پډنګلرډ، اونيچا کمچومپو، سورايا لاتيح او سوليپورن لاومي.

د يادولو ده چې د ښځو نړيوال شل اوريز جام لوبې د نورو هېوادونو تر څنګ چې په سترو سترو سپورټي چېنلونو به خپرول کېږي، په افغانستان کې د دوى حقوق موبي ټي وي او هوټ سټار ترلاسه کړي دي، چې په افغانستان کې به يې له دغه دوه لارو خلک وکتلى شي.

Loading...

دا هم ولولئ

نبي، اصغر او راشد

له کرکټ سره د افغانانو کرکه ولې دومره زياته شوه؟

د افغانستان کرکټ بورډ په شفيق الله شفق باندې د فساد له امله د ٦ …