خپلواک وېبپاڼه (۱۱ سپتمبر ۲۰۱۹): د غازي امان الله خان جام په يو ورځنيو سياليو کې لومړۍ لوبه (د سپتمبر په ۱۰مه نېټه) د بند امير زون او امو زون ترمنځ د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شوه، چې امو زون په ۴ ويکټو د بند امير زون ته ماته ورکړه.
د لوبې په پيل کې پچه د بند امير زون وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
بند امير زون په ۴۳.۴ اورونو کې د لس لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۱ منډې وکړې، چې د دوی له لوري دروېش رسولي ۵۵، عمران جنت ۲۸، محمد سردار ۲۷ او نور الحق ۲۶ منډې وکړې.
د امو زون له خوا بيا سليم ۳، ابراهيم ۲، ميروېس اشرف ۲، عبدالله مزاري ۲ او عبدالوصي ۱ ويکټ ترلاسه کړه.
د ۱۶۲ منډو هدف د امو زون لوبډلې په ۳۷.۵ اورونو کې د ۶ ويکټو په تاوان پوره او په لومړۍ سيالۍ کې يې د بند امير زون ته په ۴ ويکټو ماته ورکړه.
د امو زون له خوا محب الله اورياخېل ۳۴، ابراهیم ۳۱ ناسوځېدلې، عبدالوصي ۲۳، حیات الله ۲۳ او ميروېس اشرف ۱۴ ناسوځېدلې منډې وکړې. همدا راز د بند امير زون له لوري بيا نجات مسعود ۲، وقار سلامخېل ۲ او نويد احمد هم ۲ ويکټې ترلاسه کړې.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ابراهيم ترلاسه کړه، چې ۳۱ ناسوځېدلې منډې يې کړې وې او همدا راز ۲ لوبغاړي يې هم سوځولي و.

د غازي امان الله خان جام يو ورځنيو سیاليو پرانيسته پرون ورځ د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شوه، چې د نورو خلکو په ګډون د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي مشر لطف الله ستانکزي هم پکې ګډون کړی و.
د يادولو وړ ده چې نن به هم د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د مس عینک زون او سپين غر زون ترمنځ لوبه ترسره کېږي