کورپاڼه / خپلواک / د ملي لوبډلې لوبغاړي وفادار مومند په رښتيا دوه ودونه کړي؟
وفادار مومند

د ملي لوبډلې لوبغاړي وفادار مومند په رښتيا دوه ودونه کړي؟

خپلواک وېبپاڼه (۱۱ سپتمبر ۲۰۱۹): د افغانستان ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکي وفادار مومند، چې د هند پر وړاندې په خپله لومړۍ ټېسټ لوبه کې يې دوه لوبغاړي سوځولي و، په خپله تازه مرکه کې، چې د سپوږمۍ خپرونه کې يې کوله، د خپرونې کوربنه ترې پوښتنه کوي، چې څو ودونه يې کړي، نو هغه ورته وايي چې دوه ودونه يې کړي دي.

کله چې ترې ويانده پوښتنه کوي، چې دا دوه ودونه دې څنګه کړي دي، همدا راز ورته زياتوي چې خېر موږ به کمرې بندې کړو، خو هغه ورته په ټوکه کې وايي، چې نه، کله مو چې کمرې بندې کړې، بيا يې درته وايم.

ويانده وايي، چې دوه ښځې لري، خو چاته يې نه وايي، خو وفادار مومند وايي، چې تا خو ويل چې زه يې چاته نه وايم، خو ټوله دنيا دې خبره کړه. هغه وايي، تا راته کيسه ونکړه، نو ځکه ما خلکو ته وويل، وفادار وايي، چې اوس خو دې هر څه ښکاره کړل.

خو له يادو خبرو څخه ښکاري چې دواړه ټوکې کوي او وفادار مومند يو واده کړی دی، هغه د خپل واده په اړه وايي، چې د کورنۍ غړي يې لږ و، نو ځکه يې په کوچني عمر کې واده وکړ. نوموړی وايي، چې د واده يې دوه کاله کېږي خو تراوسه ماشومان نه لري.

وفادار مومند چې د اېمل خان زوی دی، د ننګرهار ولايت د مومندرې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، هغه خپلې لومړنۍ زده کړې تر دولسم ټولګي پورې په خپل کلي کې ترلاسه کړي او له هغه وروسته کرکټ ته راغلی دی.وفادار مومند ۲

هغه وايي چې له پوهنتون سره هم شوق لري او که هر کله ورته د پوهنتون ويلو زمينه برابره شوه، نو د اقتصاد په برخه کې به زده کړې ترلاسه کوي.

نوموړی وايي، چې درې وروڼه لري چې دوه ترې کشران دي او يو ترې مشر، هغه وايي مشر ورور يې هم له کرکټ سره شوق درلوده، خو هغه وخت ورته زمينه نه وه برابره، نو بيا يې زه ډېر تشویق کړم او زما مرسته يې وکړه تر څو د کرکټ يو ښه لوبغاړی شم.

نوموړی زياتوي، چې خپل راتلونکی ورته په کرکټ کې ښه ښکاري، ځکه افغانستان چټکو توپ اچوونکو ته ډېره اړتيا لري او وايي چې خلکو هم ډېر تشویق کړی دی او ورته يې ويلي دي چې راتلونکې به يې ډېره ښه وی.

د يوې پوښتنې په ځواب کې وفادار مومند وايي، چې په کور کې يې کله اخلی پخلی یا د کور کار نه دی کړی، خو کله چې په مسافرۍ کې وي، نو بيا اخلی پخلی کوي.

وفادار مومند وايي، چې په هره نړيواله لوبه کې د مشرانو لوبغاړو نه ډېره زده کړه کوي او له هرې لوبې څخه ډېرې تجربې ترلاسه کوي، چې بيا يې په بله لوبه کې په ګټه راځي.وفادار مومند ۱

هغه وايي چې کله يې کرکټ پيل کړ، نو يې هيله درلوده چې په ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله کې ولوبېږي، هلته چې ولوبېده بيا يې هيله وه چې په ملي لوبډله کې ولوبېږي، اوس چې يې ټېسټ کرکټ هم کړی دی، نو وايي چې اوس يې هيله دا ده چې تجارتي ليګونو کې هم ګډون وکړي. هغه وايي چې وخت څومره ډېرېږي، نو د انسان هم هيلې هم لوړېږي.

يوه نيمه مياشت مخکې د وفادار مومند په ملا کې درد پېدا شوی و، چې بيا يې په هند کې درملنه هم وکړه، خو اوس وايي چې ښه دی او ډاکټرانو ورته ويلي چې تر څلورو مياشتو دې په مزه توپ اچونه کوي او له هغه وروسته بيا کولای شي چې خپله توپ اچونه په خپله خوښه ترسره کړي.

وفادار مومند د افغانستان لپاره په دوه ټېسټ لوبو کې ګډون کړی دی، چې ۲ لوبغاړي يې سوځولي دي. همدا راز نوموړي په فرسټ کلاس سياليو کې ۸ لوبې کړي او ۱۱ ويکټې يې ترلاسه کړي. په لېسټ اې سياليو کې بيا نوموړي په ۹ لوبو کې ۱۳ ويکټې ترلاسه کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …