کورپاڼه / خپلواک / فاف ډوپليسي د سويلي افريقا د ټېسټ او شل اوريزو بڼو لوبډلمشرۍ څخه استعفا ورکړه
فاف ډوپليسي

فاف ډوپليسي د سويلي افريقا د ټېسټ او شل اوريزو بڼو لوبډلمشرۍ څخه استعفا ورکړه

خپلواک وېبپاڼه (١٨ فبروري ٢٠٢٠): له څه وخت راهيسې د ښو لوبو نه ترسره کولو له لامله د سويلي افريقا لوبډلې لوبډلمشر فاف ډوپليسي د ټېسټ او شل اوريزې بڼو څخه له خپلې لوبډلمشرۍ استعفا ورکړه، خو په درې واړه فارمېټونو کې يې د سويلي افريقا لوبډلې لپاره د لوبېدو هيله وکړه.

ډوپليسي د لوبډلمشرۍ د پرېښودو په اړه وويل، چې هغه غواړي نوو ځوانانو ته مشري پرېږدي.

د يادولو ده چې د انګلستان پر وړاندې د يو ورځنيو لوبو لړۍ لپاره ډوپليسي له لوبې کېنول شوى و، تر څو ارام وکړي او د هغه پر ځاى کوانټين ډي کوک ته د لوبډلمشرۍ ذمه واري په غاړه شوې وه، همدا راز د سويلي افريقا د کرکټ ډايريکټر ګريم سميت دا خبره هم کړې وه، چې کرکټ بورډ غواړي ډي کوک مستقل لوبډلمشر وټاکي.

ډوپليسي همدا راز وايي، چې دا زما لپاره ډېره سخته پرېکړه وه، خو زه د ډي کوک او ټيم منېجمنټ سره د مرستې لپاره هيله من يم، د سويلي افريقا کرکټ يو نوي دور ته داخل شوى دى، چې پکې نوي مشر، نوو څېرو، نوې سټراټيژۍ او نوو فکرونو ته ضرورت دى.

پخواني لوبډلمشر ډوپليسي وويل، چې د يوه لوبغاړي په حېث په ټولو فارمېټونو کې د سويلي افريقا لوبډلې لپاره لوبېدل غواړي، همدا راز د نووي لوبډلمشر او نوو لوبغاړو سره به هم خپلې مشورې شريکوم.

هغه زياتوي، چې په ښه او بد وخت کې يې د لوبډلې لپاره په ډېرې خوارۍ او زيار سره د لوبډلمشرۍ دنده ترسره کړې ده او تل يې هڅه کړې ده، چې ښه لوبه وړاندې کړي.

د ډوپليسي په لوبډلمشرۍ کې د سويلي افريقا لوبډلې په ٣٦ ټېسټ سياليو کې په ١٥ ټېسټ لوبو کې ماتې خوړلې وه، ١٨ لوبو کې يې بريا خپله کړې وه او همدا درې لوبې يې مساوي شوې وې.

د هغه په لوبډلمشرۍ کې سويلي افريقا په ٣٩ يو ورځنيو لوبو کې ٢٨ او په ٣٧ شل اوريزو سياليو کې په ٢٣ لوبو کې بريا خپله کړې وه.

ډوپليسي يوازينى لوبډلمشر و چې د هغه په لوبډلمشرۍ کې سويلي افريقا د اسټراليا لوبډلې ته په يو ورځنيو او ټېسټ لوبو کې په خپل کور او بهر دواړو برخو کې ماتې ورکړې او لوبلړۍ يې په خپل نوم کړې.

خو په ٢٠١٩ نړيوال جاما کې د سويلي افريقا لوبډله ښه ونه ځلېدله او د ډوپليسي لوبډلمشري کمزورې شوه، همدا راز له هغه وروسته بيا ورته هند د ٣-٠ او انګلستان د ١-٣ په توپير په ټېسټ لوبلړيو کې هم ماتې ورکړې.

د ډوپليسي له لوبډلمشرۍ ليرې کېدو وروسته ښايي کوانټين ډي کوک په درې واړه فارمېټونو کې لوبډلمشر وټاکل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

نبي، اصغر او راشد

له کرکټ سره د افغانانو کرکه ولې دومره زياته شوه؟

د افغانستان کرکټ بورډ په شفيق الله شفق باندې د فساد له امله د ٦ …