کورپاڼه / خپلواک / د ټيټ معاشه مسلکي کسانو ليرې کول او د لوړ معاشه غېر مسلکي کسانو ګمارل
افغانستان کرکټ بورډ

د ټيټ معاشه مسلکي کسانو ليرې کول او د لوړ معاشه غېر مسلکي کسانو ګمارل

خپلواک وېبپاڼه (١٨ فبروري ٢٠٢٠): د افغانستان کرکټ بورډ کې د روان کال په پيل کې ١٨ کسان په دې خاطر له دندو ليرې کړاى شو، چې ويل کېږي د کرکټ بورډ پر بوديجه بوج و، خو د هغه کسانو پر ځاى بيا داسې کسان ګمارل شوي دي، چې تر هغوى لوړ معاشونه اخلي.

خپلواک وېبپاڼې ته د کرکټ بورډ يو کارمند د نوم نه ښودلو په شرط وويل، چې د جنورۍ په مياشت کې ١٨ کسان له دې لامله له دندو ليرې کړاى شو، چې ورته ويل شوي چې د کرکټ بورډ په بوديجه بوج دي.

هغه وايي، چې ياد کسان چې په کرکټ بورډ کې له دندو سره بلد و او مسلکي کسان و، همدا راز لوړ معاشونه يې هم نه و، ځکه که د کوم کارمند پکې لوړ معاش هم و، نو تر دېرش زره افغانۍ زيات معاش چا نه درلود.

د هغه په وېنا، له هغه وروسته په تېره يوه مياشت کې د يادو کسانو پر ځاى داسې کسان ګمارل شوي دي، چې غېر مسلکي دي او تر هغوى ورته لوړ معاشونه ورکول کېږي.

د معلوماتو تر مخه، په کرکټ بورډ کې يو شمېر داسې کسان هم دندې ترسره کوي، چې هغوى تراوسه په دې نه دي خبر چې څه دنده ترسره کړي، خو يوازې سهار راځي او ٤ بجې بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي.

تر ډېره پورې په کرکټ بورډ دا تور پورې کېږي، چې ګمارنې پکې د اړيکو او خپلوۍ پر اساس کېږي، له دې لامله مسلک ته پام نه کېږي او کارونه ټول له ځنډ سره مخ کېږي.

د خبريال وېبپاڼې څه وخت مخکې په خپل يو راپور کې دا خبره هم کړې وه، چې د کرکټ بورډ اجراييوي مشر لطف الله ستانکزي د نوي کال سره سم خپل معاش ان تر ٤٠٠ زره پورې لوړ کړ، خو د نورو کارمندانو معاشونه يې بيا په دې لامل راټيټ کړل، چې بوديجه نشته او همدا راز ٢٨ کسان يې له دندو هم ليرې کړل.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …