کورپاڼه / خپلواک / ((ولسمشر نه غوښتنه کوو چې اصلاحات دې له کرکټ بورډ پيل کړي))

((ولسمشر نه غوښتنه کوو چې اصلاحات دې له کرکټ بورډ پيل کړي))

خپلواک وېبپاڼه (١٩ فبروري ٢٠٢٠): ولسمشر اشرف غني په دويم ځلې په ولسمشريزو ټاکنو کې بريا خپله کړې ده او د راتلونکو پنځه کلونو لپاره به هم د افغانستان ولسمشر وي.

د هغه په دويم ځلې ټاکنو کې بريا خپلولو سره نه يوازې دا چې سياستوال، هنرمندان، د کرکټ لوبغاړي او هېوادوال هغه ته مبارکي وايي، همدا راز د افغانستان کرکټ بورډ هم په يوه پوسټ کې ولسمشر اشرف غني ته په دويم ځلې بريا ترلاسه کولو مبارکي ويلې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ په رسمي فېسبوکپاڼه ليکل شوي:

((د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه او کارکونکي د ١٣٩٨ کال ولسمشريزو ټاکنو په پايله کې د جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني د بيا بريالي کېدو له امله ټول افغان ولس ته د زړه له کومې مبارکي وايي او په راتلونکي کې د يوه سوکاله او پرمختللي افغانستان هيله لري. ژوندى دې وي افغانستان))

خو د کرکټ بورډ په دغه پوسټ هم د کرکټ مينه والو له لوري سختې نيوکې شوې دي او له ولسمشر نه يې غوښتنه کړې ده، چې تر هر څه دمخه دې په کرکټ بورډ کې په اصلاحاتو پيل وکړي.

د ازادۍ راډيو خبريال فريد سعادت دغه پوسټ ته په خپله تبصره کې ليکلي دي: ((ولسمشر نه په کلکه غوښتنه کوو چې اول اصلاحات دې له کرکټ بورډ پيل کړي.))

فريد سعادت

همدا راز سعدالله کامران ليکي، چې د يوې دولتي ادارې په توګه حق نه لرئ چې داسې رسمي مبارکي ورکړئ. نصرت الله انوري بيا ليکي ((زما د بابا نه اول هيله همدا ده چې په کرکټ بورډ کې پوره اصلاحات راولي.))

اکرام رېحان او نور

معراج الدين شينواري ورته ليکلي ((ولسمشر نه په کلکه غوښتنه کوو چې اول اصلاحات دې له کرکټ بورډ پيل کړي.))

خو عصمت الله شينواري بيا کرکټ بورډ ته ليکلي دي: ((تاسې د يوې ادارې په حېث هېڅ حق نه جوړېږي چې داسې رسمي مبارکي ورکړئ. ستاسو په مينه والو کې د دواړو ټيمونو خلک شايد وجود ولري، نو بناً له داسې کړنو ډډه وکړئ چې نفرت او ګډوډي ترې جوړېږي.))

عصمت الله شينوارى

همدا راز مطيع فضلي بيا کرکټ بورډ ته مشوره ورکړې ده، چې تاسو کرکټ وکړئ، نه سياست، هېڅ اړتيا نشته چې تاسو مبارکي ورکړئ، خپل کرکټ مو وکړئ.

مطيع الله فضلي

دا ډول په لسګونو نورې تبصرې هم د کرکټ بورډ په دغه پوسټ شوي دي او تر ډېره خلکو کرکټ بورډ ته مشوره ورکړې ده، چې د يوې رسمي ادارې په حېث هېڅ حق نه لري چې داسې پوسټ وکړي، همدا راز ډېرو خلکو بيا له کرکټ بورډ نه غوښتنه کړې ده چې دا پوسټ دې ړنګ کړي او د سياست پر ځاى دې خپل کرکټ ته پام وکړي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …