کورپاڼه / خپلواک / د کرکټ تر ټولو ستر لوبغالى د پرانيستې لپاره د ډونالډ ټرمپ په تمه دى
سردار پټېل کرکټ لوبغالى

د کرکټ تر ټولو ستر لوبغالى د پرانيستې لپاره د ډونالډ ټرمپ په تمه دى

خپلواک وېبپاڼه (٢٠ فبروري ٢٠٢٠): د هند لومړي وزير نريندرا مودي پلرني ايالت ګجرات په احمد اباد کې د کرکټ تر ټولو ستر لوبغالى جوړ شوى دى، خو د پرانيستې لپاره اوس د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تمه دى.

د هند کرکټ بورډ يا BCCI مشر سارو ګنګولي هم د دغه ستر کرکټ لوبغالي په اړه خپل تاثرات وړاندې کړي دي.

په احمد اباد ښار کې د سردار پټېل لوبغالي، چې د موټيرا په نوم هم يادول کېږي، اوس د نړۍ تر ټولو ستر کرکټ لوبغالى دى، مخکې په دې لوبغالي کې ٥٤ تماشچيان ځايېدل، خو اوس دا يو په دوه زيات شوي دي، چې اوس په دې لوبغالي کې د ١١٠ زره کسانو د ځايېدو ځاى جوړ شوى دى.

د دې لوبغالي د انځورونو په ليدو نه يوازې دا چې د کرکټ مينه وال ورته حېرانه ول، بلکې د کرکټ لوبغاړي هم د دې لوبغالي په ليدو خوشحاله دي، اوس د هند کرکټ بورډ مشر سارو ګنګولي هم د سردار پټېل لوبغالي په اړه خپل نظر وړاندې کړى دى، چې دغه لوبغالى د پرانيستې لپاره د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تمه دى.

سارو ګنګولي په خپل يو ټويټ کې ويلي دي، چې د احمد اباد د دې لوى او ښايسته لوبغالي په ليدو ډېر خوشحاله يم. په دې لوبغالي کې د لوبغاړي او لوبډلمشر په حېث زما ډېر يادونه پراته دي، چې اوس د زرګونو خلکو د کوربه توب وړتيا لري. اوس د ٢٤مې نېټې پورې نور صبر نه شم کولاى.

د هند کرکټ بورډ تېره ورځ د موټيرا لوبغالي، چې د نړۍ تر ټولو ستر کرکټ لوبغالى دى، انځورونه هم په ټولنيزو رسنيو کې خپاره کړي دي.

د سردار پټېل لوبغالى يا موټيرا لوبغالى په لومړي ځل په ١٩٨٢ کال کې جوړ شوى و، چې هغه مهال ورته د ګجرات ايالتي حکومت ځمکه ورکړې وه.

په ١٩٨٣ کال کې په لومړي ځل په دغه لوبغالي کې نړيوالې لوبې ترسره شوې.

تراوسه پورې په دغه لوبغالي کې يوه شل اوريزه، ١٢ ټېسټ او ٢٤ يو ورځنۍ لوبې ترسره شوې دي، په دغه لوبغالي کې وروستۍ نړيواله لوبه د هند او سريلانکا لوبډلو ترمنځ په ٢٠١٤ کال کې ترسره شوې وه.

له دې پرته، کله چې دا لوبغالى د بيا جوړېدو لپاره بندېدلو، نو تر هغې مخکې هم پکې بېلا بېلې لوبې ترسره کېدې.

د ٢٠١٥ کال په سپتمبر مياشت کې د هند لومړي وزير نريندرا مودي د دغه لوبغالي د بيا جوړولو پروژه لاسليک کړه.

د يادولو ده چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فبرورۍ په ٢٤مه او ٢٥مه نېټه د هند په سفر راځي او هغه به په احمد اباد کې د دغه ستر کرکټ لوبغالي پرانيسته هم وکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …