کورپاڼه / خپلواک / په پاکستاني لوبغاړي عمر اکمل د هر ډول کرکټ بندېز ولګېد
عمر اکمل

په پاکستاني لوبغاړي عمر اکمل د هر ډول کرکټ بندېز ولګېد

خپلواک وېبپاڼه (٢٠ فبروري ٢٠٢٠): د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي عمر اکمل باندې د پاکستان کرکټ بورډ له لوري د هر ډول کرکټ بندېز ولګېده.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، د پاکستان کرکټ بورډ د ملي لوبغاړي او په پاکستان سوپر ليګ کې د کوټې ګليډيټرز لوبغاړي عمر اکمل باندې بندېز لګولى دى.

ويل کېږي چې هغه د فساد ضد د ٤.٧.١ مادې نه د سرغړونې له لامله له بندېز سره مخ شوى دى.

د پاکستان کرکټ بورډ په پاکستان سوپر ليګ پنځم پړاو کې د کوټې ګليډيټرز لوبډلې ته د عمر اکمل پر ځاى د بل لوبغاړي د اخيستو اجازه هم ورکړې ده.

په راپور کې ويل شوي دي، چې تر څو پورې د پاکستان کرکټ بورډ د فساد ضد ادارې له لوري د عمر اکمل په تړاو څېړنې او پلټنې بشپړې شوې نه وي، تر هغې پورې عمر اکمل هېڅ ډول نړيوالو يا کورنيو سياليو کې ګډون نه شي کولاى.

د پاکستان کرکټ بورډ له لوري په يوه خبر کې ويل شوي دي، چې اوسمهال د عمر اکمل په اړه پلټنې روانې دي او پي سي بي په دې اړه نور هېڅ ويل نه غواړي.

د يادولو ده چې عمر اکمل څو ورځې مخکې د کوډ اف کنډکټ په قضيه کې تورن نه و بلل شوى و او د پاکستان کرکټ بورډ ويلي و، چې دوى د عمر اکمل په اړه غلط پوه شوي دي.

د پاکستان سوپر ليګ سيالۍ نن په کراچۍ کې پېلېږي، چې په لومړۍ لوبه کې به د اسلام اباد يونايټېډ او کوټې ګليډيټرز لوبډلې سره مخامخ شي.

٢٩ کلن عمر اکمل مډل ارډر توپوهونکى دى او د پاکستان لپاره يې په ١٦ ټېسټ، ١٢١ يو ورځنيو او ٨٤ شل اوريزو لوبو کې ګډون کړى دى.

هغه په ټېسټ لوبو کې ١٠٠٣، په يو ورځنيو لوبو کې ٣١٩٤ او په شل اوريزو لوبو کې ١٦٩٠ منډې ترلاسه کړي دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …