کورپاڼه / خپلواک / ويراټ کوهلي: که لومړى مقام له چا سره شريکوو، هغه به د نيوزيلېنډ لوبډله وي
ويراټ کوهلي

ويراټ کوهلي: که لومړى مقام له چا سره شريکوو، هغه به د نيوزيلېنډ لوبډله وي

خپلواک وېبپاڼه (٢٠ فبروري ٢٠٢٠): د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي وايي، چې موږ اوس په دې مقام کې يو چې هره لوبډله غواړي، موږ ته ماتې راکړي، خو که موږ خپل لومړى مقام له کومې لوبډلې سره شريکوو، نو هغه به د نيوزيلېنډ لوبډله وي.

د هند او نيوزيلېنډ لوبډلو ترمنځ د ټېسټ سياليو لوبلړۍ پيلېدو نه مخکې هندۍ لوبډلې د نيوزيلېنډ په ويلنګټن کې د هند سفارت نه ليدنه وکړه.

په دغه ناسته کې چې د هند سفارت راجوړه کړې وه، لوبډلمشر ويراټ کوهلي د هند او نيوزيلېنډ ترمنځ په يووالي او ښو اړيکو باندې خبرې وکړې. د يادولو ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه د جمعې په ورځ پيلېږي.

د هند کرکټ بورډ يا BCCI په ټويټر کې يوه ويډيو خپره کړې ده، چې په هغې کې ويراټ کوهلي وايي، د هند سفارت ته راتګ تل زموږ لپاره ډېر ځانګړى ځکه وي، چې دلته له ډېرو هنديانو سره ووينو.


ويراټ کوهلي په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې ما د دواړو هېوادونو د ښو اړيکو او يووالي په اړه ډېرې خبرې اورېدلي دي، خو زه به دومره ووايم، که چېرته په ټېسټ درجه بندۍ کې موږ خپل لومړى مقام له چا سره شريکوو، نو هغه به له نيوزيلېنډ لوبډلې پرته بله لوبډله نه وي.

ويراټ کوهلي او کېن ويليمسين د دې مياشتې په پيل کې د شل اوريزې لوبلړۍ په پنځمه لوبه کې ونه لوبېدل او دواړه له مېدان بهر يو ځاى ناست و، په خپل منځ کې يې خبرې کولې، چې دغه ويډيو يې په ټولنيزو رسنيو کې ډېره لاس په لاس شوه.

ويراټ کوهلي په خپلو خبرو کې وويل، چې موږ اوس دې کچې ته رسېدلى يو، چې هره لوبډله هڅه کوي موږ ته شکست راکړي او نيوزيلېنډ هم له دغه لوبډلو بېله نه ده. خو که نيوزيلېنډ موږ ته ماتې راکړي، نو ډېره بده خبره به نه وي.

ويراټ کوهلي وويل، چې زه او کېن ويليمسن تر مېدان بهر ناست و او په خپل منځ کې مو د کرکټ په اړه نه، بلکې د ژوند په اړه له يو بل سره خبرې کولې.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …