کورپاڼه / خپلواک / کوټې د پي ايس ايل په لومړۍ لوبه کې اسلام اباد ته ماتې ورکړه
کوټه او اسلام اباد

کوټې د پي ايس ايل په لومړۍ لوبه کې اسلام اباد ته ماتې ورکړه

خپلواک وېبپاڼه (٢١ فبروري ٢٠٢٠): د پاکستان سوپر ليګ سيالۍ پرون په کراچۍ کې پيل شوې، چې په لومړۍ لوبه کې د کوټې ګليډيټرز لوبډلې د اسلام اباد يونايټډ لوبډلې ته د ٣ ويکټې په توپير ماتې ورکړه.

د دغه لوبې په پيل کې لومړى کوټې ګليډيټرز لوبډلې پچه وګټله او اسلام اباد يونايټډ لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

اسلام اباد يونايټډ په ١٩.١ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٦٨ منډې وکړې، چې له ډلې يې ډيويډ ملن ٦٤، لوک رونچي ٢٣، فهيم اشرف ٢٠، اصف علي او حسېن طلعت ١٩-١٩ منډې ترلاسه کړې.

د کوټې ګليډيټرز له لوري بيا محمد حسنېن ٤، بين کټينګ ٣، سهېل خان ٢ او محمد نواز ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ١٦٩ منډو هدف د کوټې ګليډيټرز لوبډلې په ١٨.٣ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د پي ايس ايل په لومړۍ لوبه کې يې اسلام اباد يونايټډ لوبډلې ته د ٣ ويکټو په توپير ماتې ورکړه.

د دوى له لوري اعظم خان ٥٩، محمد نواز ٢٣، بين کټينګ ٢٢ ناسوځېدلې او سرفر احمد ٢١ منډې ترلاسه کړې.

د اسلام اباد يونايټډ له لوري محمد موسى ٣، عاکف جاوېد، فهيم اشرف او عماد بټ ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه محمد حسنېن ته ورکړل شوه، چې نوموړي ٤ لوبغاړي وسوځول او خپله لوبډله يې بريا ته ورسوله.

نن د جمعې په ورځ به د پاکستان سوپر ليګ دوه لوبې ترسره کېږي. په کراچۍ کې به د کراچي کنګز او پېښور زلمي لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شي او په لاهور کې به بيا د لاهور قلندرز او ملتان سلطانز ترمنځ لوبه ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …