خپلواک وېبپاڼه (۱۱ سپتمبر ۲۰۱۹): د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې لوبغاړي نور احمد چينامېن د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو اسيايي جام کې نوی ريکارډ جوړ او د پاکستاني شعېب ملک ۲۳ کلن ريکارډ يې مات کړ.
نور احمد چينامېن د هند په وړاندې په لوبه کې د ۳۰ منډو په بدل کې ۴ لوبغاړي وسوځول، که څه هم افغانستان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو په دغه لوبه کې ماته وخوړه، خو افغان ځوان نور احمد پکې د شعېب ملک ۲۳ کلن پخوانی ريکارډ مات کړ.
د پاکستان شعېب ملک په ۱۹۹۶ کال کې د انګلستان په وړاندې د کم عمره ځوانانو په لړ کې د ۳۸ منډو په بدل کې ۴ لوبغاړي سوځولي و، چې هغه وخت د نوموړي عمر ۱۴ کاله او ۳۱۱ ورځې و، خو افغان نور احمد دغه کارنامه د ۱۴ کاله او ۲۴۹ ورځو په عمر کې ترسره کړه او د ځوانانو په نړيوالو لوبو کې تر ټولو کم عمره لوبغاړی شو، چې په کم عمر کې يې په يوه لوبه کې څلور لوبغاړي وسوځول.
په دغه لېسټ کې تر نور احمد او شعېب ملک وروسته د بنګله دېش نهاد زمان دی، چې د ۱۴ کاله او ۳۲۷ ورځو په عمر کې يې ۵ لوبغاړي سوځولي دي، د پاکستان محمد عامر بيا د ۱۵ کاله او ۶ ورځو په عمر کې ۴ لوبغاړي سوځولي دي او د هند مانيشي بيا د ۱۵ کاله او ۱۱۵ ورځو په عمر کې ۵ لوبغاړي سوځولي دي.
نور احمد چې په ښي لاس ورو توپ اچونه کوي چينامېن دی، چې تراوسه پورې يوه فرسټ کلاس لوبه ترسره کړې او همدا راز درې لوبې يې په اسيايي جام کې ترسره کړي دي. نوموړي په دغه درې لوبو کې ۸ لوبغاړي سوځولي دي.
د يادولو ده چې د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو اسيايي جام کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه له پاکستان سره ترسره او پاکستان ته يې د ۸۵ منډو په توپير ماته ورکړه، په دويمه لوبه کې يې بيا کویت لوبډلې ته د ۷ ويکټو په توپير ماته ورکړه او په دريمه لوبه کې يې بيا له هند ځخه د ۳ منډو په توپير ماته ومنله.
همدا راز افغان ۱۹ کلن کم عمره لوبډله د اسيايي جام په نيمه پايلوبه کې سبا د هند له لوبډلې سره مخامخ کېږي.