کورپاڼه / خپلواک / د کراچۍ کنګز لوبډلې پېښور زلمي مات کړل
کراچۍ کنګز او پېښور زلمي

د کراچۍ کنګز لوبډلې پېښور زلمي مات کړل

خپلواک وېبپاڼه (٢١ فبروري ٢٠٢٠): د پاکستان سوپر ليګ پنځم پړاو په دويمه لوبه کې د کراچۍ کنګز لوبډلې د پېښور زلمي لوبډله ماته کړه او د ١٠ منډو په توپير يې په پي اېس ايل ٥ کې لومړۍ بريا په خپل نوم کړه.

دغه لوبه چې په کراچۍ کې ترسره شوه، په پيل کې پېښور زلمو لوبډلې پچه وګټله او د کراچۍ کنګز لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

کراچۍ کنګز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ٢٠١ منډې وکړې، چې له ډلې يې بابر اعظم ٧٨، لوبډلمشر عماد وسيم ٥٠، کېمرون ډيلپورټ ٢٠ او شرجيل خان ١٩ منډې وکړې.

د پېښور زلمي له لوري حسن علي ٢ او محمد محسن ١ ويکټ واخيسته.

د ٢٠٢ منډو د هدف په تعقيب کې د پېښور زلمو له لوري په زړه پورې او ښه توپوهنه ترسره شوه، خو په وروستيو کې ونه توانېدل چې ياد هدف پوره او بريا خپله کړي.

پېښور زلمو په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٩١ منډې وکړې او د ١٠ منډو په توپير يې په خپله لومړۍ لوبه کې ماتې وخوړه. د دوى له لوري ليام ليوينګسټون ٥٤ ناسوځېدلې، کامران اکمل ٤٣، لوبډلمشر ډېرن سيمي ٣٠ او ليام ډاسون ٢٢ منډې وکړې.

د کراچۍ کنګز له لوري کريس جورډن او اميد اصف ٢-٢، محمد عامر او کېمرون ډيلپورټ ١-١ لوبغاړى وسوځاوه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه بابر اعظم ترلاسه کړه، چې نن يې په زړه پورې توپوهنه ترسره او ٧٨ منډې يې ترلاسه کړې، چې د خپلې لوبډلې په بريا کې يې مهم رول ولوباوه.

نن به په دويمه او د پاکستان سوپر ليګ په عمومي دريمه لوبه کې د لاهور قلندرز او ملتان سلطانز لوبډلې په لاهور کې مخامخ شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …