کورپاڼه / خپلواک / د نړيوال جام په لومړۍ لوبه کې هند بريا خپله کړه
د هند ښځينه کرکټ لوبډله

د نړيوال جام په لومړۍ لوبه کې هند بريا خپله کړه

خپلواک وېبپاڼه (٢١ فبروري ٢٠٢٠): د ښځو نړيوال شل اوريز جام په لومړۍ لوبه کې د هند ښځينه لوبډلې له اسټراليايي ښځينه لوبډلې څخه لوبه وګټله او لومړۍ بريا يې په خپل نوم کړه.

د ښځو نړيوال شل اوريز جام چې په اسټراليا کې نن پيل شو، په لومړۍ لوبه کې يې د هند او اسټراليا ښځينه لوبډلې په سډني کې مخامخ شوې.

د لوبې په پيل کې اسټراليا پچه وګټله او لومړى يې د هند ښځينه لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

هند ښځينه لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٣٢ منډې وکړې، چې له ډلې يې ديپتي شرما ٤٩ ناسوځېدلې، شفالي ورما ٢٩ او جميمه روډريګوس ٢٦ منډې ترلاسه کړې.

د اسټراليا ښځينه لوبډلې له لوري جيس جوناسين ٢، ايليس پېري او ديليسا کيمينس ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٣٣ منډو د هدف په تعقيب کې د اسټراليا ښځينه لوبډله په ١٩.٥ اورونو کې په ١١٥ منډو وسوځېدله چې د ١٧ منډو په توپير يې په لومړۍ لوبه کې له هندۍ لوبډلې څخه ماتې وخوړله.

د اسټراليا ښځينه لوبډلې لپاره اليسا هېلي ٥١ او اشليغ ګارډنر ٣٤ منډې وکړې، بله کومه لوبغاړې په دې ونه توانېدله چې تر لسو پورې منډې هم ترلاسه کړي.

د هند ښځينه لوبډلې له لوري پونم يادو په زړه پورې توپ اچونه ترسره او ٤ اسټراليايۍ لوبغاړې يې له مېدانه بهر کړې، شيکها پانډى هم په زړه پورې توپ اچونه وکړه او ٣ ويکټې يې ترلاسه کړې، همدا راز يو ويکټ بيا راجيشوري ګايکواړ واخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړې جايزه پونم يادو ترلاسه کړه، چې نن يې خپله لوبډله بريا ته ورسوله.

سبا د فبرورۍ په ٢٢مه نېټه به د ښځو نړيوال جام کې دوه لوبې ترسره کېږي، چې په يوه لوبه کې به د تايلېنډ او ويسټ انډيز ښځينه لوبډلې په پرت کې سره مخامخ شي او په بله لوبه کې به د نيوزيلېنډ او سريلانکا ښځينه لوبډلې په پرت کې مېدان ته کوزې شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …