کورپاڼه / خپلواک / پاکستان ډېرن سيمي ته افتخاري تابعيت ورکوي

پاکستان ډېرن سيمي ته افتخاري تابعيت ورکوي

خپلواک وېبپاڼه (۲۳ فبروري ۲۰۲۰): د پاکستان حکومت پرېکړه کړې ده چې د ویسټ انډیز لوبډلې پخواني لوبډلمشر او په پاکستان سوپر لیګ کې د پېښور زلمي لوبډلمشر ډېرن سيمي ته د افتخاري تابعیت ورکولو اعلان کړی دی.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي هغه مکتوب لاسلیک کړی، چې له مخې به يې ډېرن سيمي ته د پاکستان افتخاري تابعیت ورکول کېږي.

همدا راز ډېرن سيمي ته د افتخاري تابعیت تر څنګ د پاکستان حکومت (نشان پاکستان) جايزه هم ورکوي، چې دا ستره ملکي جایزه ده چې د پاکستان حکومت يې ورکوي.

د رسنیو د راپورونو په وېنا، چې د پاکستان حکومت ته دا مشوره د پېښور زلمي لوبډلې مالک جاوېد اپريدي ورکړې وه، چې پاکستان ته د کرکټ په راوستلو کې د ډېرن سيمي هڅې د هېرولو نه دي او باید هغه وستایل شي.

د جاوېد اپريدي له مشورې وروسته د پاکستان حکومت پرېکړه وکړه، چې د پاکستان لپاره د کرکټ په برخه کې هڅه کوونکي ډېرن سيمي ته افتخاري تابعیت او نشان پاکستان جایزه ورکړي.

د یادولو ده چې ډېرن سيمي د پاکستان سوپر ليګ له پيله د پېښور زلمي لوبډلې سره دی او د دغه لوبډلې یو له مهمو لوبغاړو څخه هم دی.

ډېرن سيمي د پېښور زلمي لوبډلې لپاره ډېرې ښې لوبې کړي او ډېرې بریاوې يې ورپه برخه کړي.

د یادولو ده چې د پاکستان سوپر ليګ پنځم پړاو د فبرورۍ په ۲۰مه نېټه د پاکستان په کراچۍ او لاهور ښار کې پيل شوی، دا لومړی ځل دی چې د پي ایس ایل ټولې لوبې په پاکستان کې ترسره کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …