کورپاڼه / امریکايي څېړونکو ذهانت ډېرونکي انټي بیوټیک جوړ کړي دي
امریکا

امریکايي څېړونکو ذهانت ډېرونکي انټي بیوټیک جوړ کړي دي

خپلواک وېبپاڼه (۲۲ فبروري ۲۰۲۰): د امریکا متحده ایالاتو ساینسپوهانو په لومړي ځل داسې انټي بیوټيک جوړ کړي دي، چې د انسان ذهانت ډېروي او ذهن ته وده ورکوي.

په دې اړه طبي کارپوهان وايي، چې یاد انټي بیوټيک په طب کې یو ستر نوښت دی، چې د انسان د معافیت سیستم ته به وده ورکړي او له دې وروسته به د ذهن له ناارمۍ له امله ونه کړېږي او پر خپل ذهن باندې به له دې وروسته ډېر فشار محسوس نه کړي.

څېړونکیو د دغو پیاوړو انټي بیوټیکو په جوړولو کې له ډېرو پیاوړو ایلګورېتمونو نه ګټه اخیستې ده او د دغو انټي بیوټیکو د جوړولو لپاره یې ۱ میلیون شاوخوا کیمیاوي توکي تشخیص کړي دي.

د مصنوعي ذهانت د ډېرولو لپاره د انټي بیوټيکو جوړوونکي څېړونکي وايي، چې د دغو نویو پیاوړو درملو په وسیله کېدای شي، چې ۳۵ ډوله ګواښونکي میکروبونه د انسان په بدن کې ختم شي او له منځه وېوړل شي.

د یادونې وړ ده، چې په تېرو څو کالونو کې د انټي بیوټيکونو په اغېزو کې د پام وړ بدلون راغلی دی او خپل اثرات یې په ډېر لږ وخت او په غوره ډول سره د انسان په بدن کې پرېښي دي او د انسان د بدن ډېرې اړتیاوې یې رفع کړې دي او په بدن کې موجود میکروبونه او ناروغۍ یې له منځه وړې دي.

خو که چېرته کوم انسان پرته له کومې ناروغۍ، کومې روغتيايي ستونزې او تکلیف نه په خپل سر انټي بيوټيک استعمال کړي، نو په بدن کې به یې موجود میکرونه وده ومومي او په ډول – ډول ګواښونکو او خطرناکو ناروغیو باندې به اخته شي. کارپوهان وايي، چې کله کوم څوک ناروغ نه وي او دې ته اړتیا ونه لري، چې انټي بیوټيک استعمال کړي، خو استعمال یې کړي، نو انټي بیوټیک به نه یوازې دا چې د یاد کس په بدن باندې ښه اغېزه ونه کړي، بلکې لا به یې روغتیا خرابه کړي او روغتیايي ستونزې به ورته پیدا کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستان ملي لوبډله

نيوزيلېنډ کې د پاکستان ٣ نور لوبغاړي هم په کورونا اخته شوي، ټول ١٠ شو

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د ٣ نورو لوبغاړو د کورونا ټېسټونه هم مثبت راغلي …