کورپاڼه / خپلواک / محمد نبي د نړيوال جام ماتو پړه په لوبډلمشر واچوله
محمد نبي ١

محمد نبي د نړيوال جام ماتو پړه په لوبډلمشر واچوله

خپلواک وېبپاڼه (١١ سپتمبر ٢٠١٩): د افغانستان ملي لوبډلې مخکښ الراونډر محمد نبي په ٢٠١٩ نړيوال جام کې د ماتو پړه په لوبډلمشر واچوله او وې ويل چې په ناڅاپي ډول د لوبډلمشر بدلولو پرېکړې په لوبډله اغېز وکړ او همدا لامل شو چې په نړيوال جام کې ناکام شو.

له نړيوال جام څو مياشتې مخکې د افغانستان کرکټ بورډ اصغر افغان له لوبډلمشرۍ ليرې او د هغه په ځاى يې د يو ورځنيو لوبو لپاره ګلبدين نايب، د ټېسټ لوبو لپاره رحمت شاه او د شل اوريزو لوبو لپاره راشد خان د لوبډلمشرانو په حېث وټاکل.

د ګلبدين د لوبډلمشر کېدو سره سم محمد نبي او راشد خان په ټويټر باندې ټويټونه وکړل او د دغه پرېکړې سره يې مخالفت ښکاره کړ، همدا راز په نړيوال جام کې هېڅ افغان لوبغاړى ونه ځلېده او افغانستان هېڅ لوبه کې بريا هم خپله نه کړه.

د کريکبز د راپور تر مخه، محمد نبي د بنګله دېش په چټوګرام کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل، له نړيوال جام مخکې زموږ لوبډلمشر بدل شو، همدا لامل و چې زموږ لوبډلې په نړيوال جام کې ښه لوبه ونکړه. نوي لوبډلمشر هېڅ کله هم په خپل ژوند کې لوبډلمشري نه وه کړې، که څه هم موږ د پاکستان، هند او ويسټ انډيز پر وړاندې ښې لوبې وکړې، خو هېڅ لوبه مو ونه ګټلى شوه.محمد نبي

هغه همدا راز زياته کړې ده، چې دا هر څه د لوبډلې په يووالي پورې تړاو لرو، د افغانستان کرکټ بورډ لوبډلمشر بدل کړ او هغې په لوبډله بد اغېز وکړ. اوس راشد خان يو ښه لوبډلمشر دى او د لوبډلمشرۍ صلاحيت لري، همدا لامل دى چې زه او اصغر افغان يې ملاتړي يو او مرسته ورسره کوو.

هغه همدا راز وويل، چې اوس هر څه بدل دي، اوس زموږ لوبډلمشر نوى دى، موږ نوو ځوانانو ته چانسونه ورکړل او تاسې وليدل چې هغوى خپله وړتيا ښکاره کړه.

که څه هم محمد نبي د نړيوال جام کې د ښې لوبې نه ترسره کولو ټوله پړه په لوبډلمشر ګلبدين نايب اچولې ده، خو يو شمېر کسانو بيا په ټولنيزو رسنيو کې په محمد نبي نيوکې کړي دي، چې څنګه د راشد خان سره مرسته کوي، هغه مهال يې ولې له ګلبدين نايب سره مرسته نه کوله او په نړيوال جام کې يې د افغانستان لپاره لوبې ولې نه ترسره کولې؟

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …