کورپاڼه / خپلواک / کوټې کراچۍ او اسلام اباد بيا لاهور ته ماتې ورکړه
شاهين شاه اپريدى او شاداب خان

کوټې کراچۍ او اسلام اباد بيا لاهور ته ماتې ورکړه

خپلواک وېبپاڼه (٢٤ فبروري ٢٠٢٠): د پاکستان سوپر ليګ پنځم پړاو په لړ کې پرون دوه لوبې ترسره شوې، چې په لومړۍ لوبه کې کوټې ګليډيټرز د کراچۍ کنګز لوبډلې ته او په دويمه لوبه کې د اسلام اباد يونايټډ لوبډلې د لاهور قلندرز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

لومړۍ لوبه چې په کراچۍ کې ترسره شوه، کراچۍ کنګز لوبډلې يې پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

کراچۍ کنګز لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٦ منډې وکړې، چې له ډلې يې الېکس هېلز ٢٩، بابر اعظم ٢٦، افتخار احمد ٢٥ او کېمرون ډيلپورټ ٢٢ منډې وکړې.

د کوټې ګليډيټرز له لوري محمد حسنېن ٣، ټيمل ميلز ٢، سهېل خان او محمد نواز ٢-٢ ويکټ ترلاسه کړې.

د ١٥٧ منډو هدف د کوټې ګليډيټرز لوبډلې په ١٩ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په ٥ ويکټو يې بريا خپله کړه. د دوى له لوري اعظم خان ٤٦، سرفراز احمد ٣٧ ناسوځېدلې او شين واټسن ٢٧ منډې وکړې.

د کراچۍ کنګز له لوري عماد وسيم او کريس جورډن ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

اعظم خان ته د ښې توپوهنې له لامله د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ورکړل شوه.

دا د کوټې ګليډيټرز دريمه لوبه وه چې دويمه بريا يې خپله کړه.

پرون دويمه او عمومي ٧مه لوبه بيا په لاهور کې د لاهور قلندرز او اسلام اباد يونايټډ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. په پيل کې اسلام اباد يونايټډ لوبډلې د لوبې پچه وګټله او د لاهور قلندرز لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

لاهور قلندرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٨٢ منډې وکړې، چې له ډلې يې محمد حفيظ ٩٨ ناسوځېدلې او فخر زمان ٣٣ منډې وکړې.

د اسلام اباد يونايتډ له لوري فهيم اشرف او شاداب خان ٢-٢، محمد موسى او احمد ساپي عبدالله بيا ١-١ ويکټ واخيسته.

د ١٨٣ منډو هدف د اسلام اباد يونايټډ لوبډلې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو په ټاکلو ٢٠ اورونو کې پوره کړ او د ١ ويکټې په توپير يې په لوبهکې بريا خپله کړه. د دوى له لوري شاداب خان ٥٢ او کولين انګرام ٣٠ منډې ترلاسه کړې.

د لاهور قلندرز له لوري شاهين شاه اپريدي ښه توپ اچونه ترسره او ٤ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز حارث روف ٢، محمد حفيظ، ډيويډ وېس او سميت پټېل ١-١ ويکټ واخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه شاداب خان ترلاسه کړه.

دا د اسلام اباد يونايټډ دريمه لوبه وه، چې دويمه بريا يې خپله کړه او تر نورو ټولو لوبډلو په جدول کې په لومړي مقام کې ده.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …