خپلواک وېبپاڼه (١١ سپتمبر ٢٠١٩): د محمد نبي د تازه څرګندونو په اړه، چې د نړيوال جام په تړاو يې کړي دي او ويلي يې دي چې په نړيوال جام کې د لوبو د ماتو ټوله پړه د لوبډلمشر ګلبدين نايب په غاړه ده، ګلبدين نايب هم غبرګون ښکاره کړى او په خپل ټويټر کې يې ليکلي دي، چې ملګريه! لومړى خپل ځان ته وګوره.
د افغانستان ملي لوبډلې مخکښ الراونډر محمد نبي د بنګله دېش په چټوګرام کې د ټېسټ سيالۍ ترسره کولو وروسته هلته له رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې دوى ځکه په نړيوال جام کې ښه لوبه ونکړه، چې کرکټ بورډ له نړيوال جام مخکې په ناڅاپي توګه لوبډلمشر بدل کړ او داسې څوک يې لوبډلمشر کړ، چې هغه هېڅکله هم لوبډلمشري نه وه کړې.
نوموړي وويل، چې دوى په نړيوال جام کې ښې لوبې ونکړې او ټوله پړه يې د لوبډلمشر په غاړه وه. هغه همدا راز د اوسني لوبډلمشر راشد خان په تړاو ويلي دي، چې ځوان دى او د لوبډلمشرۍ وړتيا لري او زه او اصغر افغان هم ورسره مرسته کوو.
First You should look to Your self Mate 🤔🤔
— Gulbadin Naib (@GbNaib) September 11, 2019
د محمد نبي له يادو خبرو وروسته ګلبدين نايب په خپله ټويټر پاڼه باندې د چا نوم نه دى ليکلى، خو پوسټ يې کړى دى، چې ملګريه لومړى خپل ځان ته هم وګوره.
نوموړي که څه هم په دغه ټويټ کې بل هېڅ نه دي ليکلي او نه يې هم څوک ليکلى دى، خو اشاره يې د محمد نبي وروستيو خبرو ته ده او کېداى شي همدا ورته وايي، چې ملګريه، خپل ځان ته وګوره، تا په نړيوال جام کې څه وکړل.
د يادولو وړ ده چې له نړيوال جام مخکې اصغر افغان له لوبډلمشرۍ ليرې کړاى شوى و، چې په ځاى يې ګلبدين نايب د يو ورځنيو، رحمت شاه د ټېسټ او راشد خان د شل اوريزو لوبو لپاره لوبډلمشران غوره شوي و.
په نړيوال جام کې افغانستان په هېڅ لوبه کې بريا خپله نه کړه او له نړيوال جام وروسته يو ځل بيا درې واړه لوبډلمشران ليرې او په ځاى يې راشد خان د درې واړه فارمېټونو لوبډلمشر او اصغر افغان ورسره بيا د مرستيال لوبډلمشر په توګه وټاکل شو.
د يادولو ده چې محمد نبي د بنګله دېش په وړاندې د يوازينۍ ټېسټ لوبې وروسته له ټېسټ لوبو استعفا هم اعلان کړه، چې نوموړي يوازې درې ټېسټ لوبې وکړې.