کورپاڼه / په ځان د باور زياتولو لپاره ۵ سپارښتنې
په ځان باور

په ځان د باور زياتولو لپاره ۵ سپارښتنې

خپلواک وېبپاڼه (٢٤ فبروري ٢٠٢٠): ځینې خلک د ژوند د ښه والي لپاره يوې معجزې ته په تمه وي،‌ د خپل کور په يوه کونج کې ناست وي، هیڅ حرکت نه کوي او په داسې يو خيال کې غرق وي چې يوه ورځ چې راپاڅي هر څه به ګل ګلزار وي، هېڅ ستونزه به نه وي او دی به اوس خپل مکمل ژوند پيل کوي، خو له بده مرغه يا هم له نېکمرغه داسې کومه نړۍ شتون نه لري، له دې کبله که غواړئ په خپل ځان مو باور زيات شي، نو دا بېدون له هڅې امکان نه لري، د هر کار غوندې په دې برخه کې هم بايد هڅه وکړو.

١-: ځينې وخت چې خپل کمپيوټر کاروو، نو کله ودرېږي، کله کار وکړي، کله بيا بند شي، کله ورو شي او کله هم د چا خبره جام شي، زموږ مغز او فکر هم همداسې دی، زموږ په فکر کې هم کله کله داسې غږونه پېدا کېږي چې زموږ مغز او فکر د روغې پرېکړې او حس څخه لرې کوي، د دې فکري ويروسونو لوی ضرر په ځان باور ته هم رسېږي.

د دې څخه د مثال په ډول يې بدبين اوسېدل دي، کېدی شي یو شخص يو وخت يو کار په سم ډول نه وي کړی، اوس که بیا هغه کار کوي نو له دې ډارېږي چې بیا به ناکام شي، خو دلته بايد شخص لږ ارام شي او فکر وکړي چې داسې هېڅ کارونه نشته چې دی پکې بريالی شوی وي؟ د انسان ژوند مکمل نه دی، کېدی شي ځينې وخت بريالی، ځینې وخت هم ناکام شي، له دې کبله څومره چې د ژوند منفي اړخونو ته ګورو، بايد له هغې زيات یې مثبتو اړخونو ته هم وګورو.

٢-: بعضې کسان يو په يو تصميم نيسي چې نور به يو مکمل انسان کېږي او هېڅ غلطي به نه کوي، هر څه به مکمل وي، کاروبار به بې قصوره وي، اړیکې به تل د خوښۍ ډکې وي، خو په واقعي ژوند کې موږ د داسې کسانو سره شايد هېڅ نه و مخ شوي چې د ژوند هره برخه يې په هر وخت کې داسې مکمله وي.

خو داسې نه ده، هر انسان ځینې خطاګانې لري، ځینې قصورونه لري، خو دلته بايد پام دغه ټکي ته وشي چې کله مو ځان ته فکر کولو نو ځان د ځان څخه په ظاهره د لوړو او يا ټیټو کسانو سره مه پرتله کوئ، ځکه موږ د هېچا دننه زندګي، حواسو او افکارو څخه خبر نه يو، نو پرتله کول، پرېښودل د مکمليت څخه لاس اخيستل تاسې د لا لويو خطاګانو څخه ژغوري.

ځانته د خطا کولو حق ورکول پکار دي، دا مو تر ټولو طبعي حق دی چې غلطي وکړو، ځکه ژوند او په ځان باور همداسې پېدا کېږي، يانې موږ ځکه په ځان باور نه لرو چې د غلطۍ څخه ډارېږو.

٣-: انسان په ټولو برخو کې، په ټولو علومو کې تر ټولو ښه نه شي کېدی، په ځينو شيانو کې انسان لايق وي، په ځينو کې بېخي جاهل وي او په ځینو کې بيا د وسطې طبقې معلومات لري، دا هڅه چې دومره پوه ښکاره شو چې بس په هر څه پوه اوسو، په خپله منفي پايله لري چې د دې پايلې سره انسان په ځان باور له لاسه ورکوي، له دې کبله ځینې وخت خپل نه پوهېدل اعتراف کول هم پکار دي.

٤-: د خپلې ښکلا، د خپل استعداد لپاره د نورو خلکو څخه له پوښتنې مخکې فکر وکړئ، د مثال په ډول په کوچني والي کې تر ډېره هلک مخکې له دې چې ښوونځي ته ولاړ شي، خپلې مورته وايي چې څنګه ښکارم، همداسې په ژوند کې که مو څه نوي اخیستي وي يا مو بل کار کړی وي، د هغه خلکو چې ورڅخه پوښتنه وکړئ، اول نیت معلوم کړئ، ډېر وخت خلک ښه نیت نه لري او هسې بې ځایه ستاسې په ځان باور ته زيان رسولی شي.

٥-: په خپل فکر مو حاکم شئ، ځینې وخت سړی مخکې له مخکې ځانته يو خيال يو فلم جوړوي، د مثال په ډول تاسې يوه کنفرانس ته ځئ او وېنا کوئ، خو مخکې له تګ څخه داسې فکرونه کوئ چې که مو غږ ورېږدي يا ولړزېږي او يا هم خولې شئ يا نور داسې فکرونه کله چې تاسې لاړ شئ نو داسې فکرونه مو که ډېر کړي وي په اصل کې مو په همدې حالت باور کړی وي، نو په خپل ځان باور زياتولو لپاره خپلو فکرونو ته پام وکړئ.

ژباړه : منيب الرحمان رحماني

Loading...

دا هم ولولئ

ټک ټاک نجلۍ

په ٢٠٢٠ کال کې د ټک ټاک ١٠ تر ټولو زياتې مشهورې او وايرل شوې ويډيوګانې

د ټک ټاک مشهور اپليکېشن چې کوچنۍ کوچنۍ ويډيوګانې پکې خپرول کېږي او په ځوانانو …