کورپاڼه / خپلواک / سپين غر د مس عينک لوبډله په ٧ ويکټو ماته کړه
سپين غر او مس عينک

سپين غر د مس عينک لوبډله په ٧ ويکټو ماته کړه

خپلواک وېبپاڼه (١١ سپتمبر ٢٠١٩): د غازي امان الله خان جام یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د سپین غر زون او مس عینک زون ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې سپین غر زون پکې په ٧ ويکټو د بند امير لوبډلې ته ماته ورکړه او د غوره لوبغاړي جايزه ناصر خان ترلاسه کړه.

د لوبې په پیل کې پچه سپین غر وګټله او لومړی يې د مس عینک لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د مس عينک لوبډلې له خوا عمران ډېره په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او ١١٥ منډې يې وکړې، همدا راز صدام منګل هم بيا د مس عينک لپاره ښې منډې ترلاسه کړې، چې په ٥٨ منډو وسوځېده. مس عينک زون په ټاکلو پنځوس اورونو کې ٧ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ٢٧٧ منډې يې وکړې.

ناصر خان
ناصر خان د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړه

د سپين غر زون لوبډلې عظمت الله عمرزي او باطن شاه ډېره په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، چې دواړو ٣-٣ لوبغاړي له مېدانه بهر کړل، همدا راز يو ښکار ناصر خان هم وکړ.

د ٢٧٨ منډو هدف د سپين غر لوبډلې ته ډېر اسانه ښکاره شو او ناصر خان او بهير شاه د مس عينک زون توپ اچونکي سخت وټکول، دواړو سليزې ووهلې او خپله لوبډله يې بريا ته ورسوله. د سپين غر زون لوبډلې ټاکلى هدف په ٤٧ اورونو کې پوره او يوازې درې ويکټې يې له لاسه ورکړې.

د دوى له خوا ناصر خان ١٠٥ منډې وکړې او بهير شاه بيا په ١٠٣ منډو ناسوځېدلى پاتې شو. همدا راز د مس عينک زون له خوا يوسف ځاځي، ضيا الرحمان او شمس الرحمان ١-١ لوبغاړى ښکار کړ.

بهير شاه
بهير شاه د سپين غر لپاره ١٠٣ ناسوځېدلې منډې وکړې

ناصر خان چې ١٠٥ منډې يې کړې وې او همدا راز يوه ويکټ يې هم ترلاسه کړې وه، د نننۍ لوبې غوره لوبغاړى ونومول شو.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …